بازتاب نیوز

رپوټ: امریکا له طالبانو دوې غوښتنې کړي دي

٢٤ مرغومی ١٣٩٧ خبر تلویزیون یک

2019-01-14 | 18 دقيقه مخکې

قطر او اماراتو کې د طالبانو او امریکایي استازو ترمنځ روانو خبرو کې د نورو مسایلو سربیره طالبانو ته د امریکا لخوا دوه مهمې غوښتنې هم مطرح شوې دي.

افغانستان کې د څو اډو شتون او له دغې خاورې پر امریکا او متحدینو یې د برید نه ترسره کولو ډاډ طالبانو څخه د امریکا غوښتنې دي.
د پاکستان اکسپرس تربیون د یوې سرچینې له قوله چې نوم یې نه دی اخیستل شوی لیکلي چې د امریکا متحدو ایالتونو طالبانو څخه غوښتي چې افغانستان کې څو اډو کې د لږو ځواکونو پر شتون هغه هم د سیمې ټیکاو ساتنې په موخه مخالفت ونه کړي.

دغه راز وړاندیز شوی چې طالبان باید ډاډ څرګند کړي، چې د افغانستان له خاورې د امریکا او متحدینو پر وړاندې یې برید نه ترسره کیږي.
رپوټ کې همدغو سرچینو څخه په نقل راغلي چې د دغو دوه وړاندیزونو د منلو پر وړاندې، متحده ایالاتونه، ناټو کې د دغه هیواد متحدین او سیمه کې عرب متحدین یې د سولې هوکړه لیک وروسته د افغانستان بیارغاونه او بیاجوړونه کې د پام وړ مرستو د دوام ژمنه هم کړې ده.
رپوت کې راغلي چې طالبانو هم دغو دوه وړاندیزونو ته لیوالتیا ښودلې او ویلي یې دي چې پر دغو دوه موضوګانو خبرې کوي.
دغه راز رپوټ کې راغلي چې سعودي عربستان او اماراتو پر طالبانو فشار راوستی څو دغه ډله د متحدو ایالاتونو دغو دوه غوښتنو منلو ته اړباسي.

احمد میرزاد

اصلي اړیکې: http://www.1tvnews.af/ps/news/afghanistan/37019-2019-01-14-06-27-04

د اصلي پاڼې خلاصول

خبر تلویزیون یک په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading