بازتاب نیوز

پوهنې وزارت د زرګونو ښوونکو د ګمارنې او سلګونو ښوونځیو جوړولو هوډ لري

٢٤ مرغومی ١٣٩٧ نن ټکی اسیا

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۴مرغومي، ۱۳۹۷ل): د پوهنې وزارت وايي، راتلونکي ښوونیز کال کې د زرګونو ښوونکو د ګمارنې او سلګونو ښوونځیو د جوړولو هوډ لري.

د پوهنې وزارت سرپرست وزیر میرویس بلخي تېره ورځ ننګرهار کې غونډې ته وویل، په را روان تعلیمي کال کې د ۲۳ زره ښوونکو د ګمارني پلان لري.

هغه وویل، چې د دې تر څنګ به ۲۷۰۰ ښوونځیو ته ودانۍ جوړې کړي او ګټې ته به وسپارل شي.

بلخي وړاندې زیاته کړه، د پوهنې وزرات ۷۰ زره ښوونکو ته اړتیا لري، خو ۲۳زره به يې رسمي مقرر او نور به قرارداداي وټاکي.

که څه هم خلکو د سرپرست وزیر د دې ژمنو هرکلی وکړ، خو د دې تر څنګ يې خپله بې باوري هم پټه ونه شوه ساتلی.

دوی وايي چې محمد اشرف غني هم په روان کال کې د ۶زره ښوونځیو د جوړلو ژمنه کړې وه، خو د ګڼو نورو ژمنو په څېر يې هوا کې ځوړند پاتې ژمنه شوه.

په ټول هېواد کې لا هم سلګونه ښوونځي شته، چې ودانۍ نه لري او زده کوونکي تر شنه اسمان لاندې پر زده کړو بوخت دي.

اصلي اړیکې: https://www.nunn.asia/136854/%D9%BE%D9%88%D9%87%D9%86%DB%90-%D9%88%D8%B2%D8%A7%D8%B1%D8%AA-%D8%AF-%D8%B2%D8%B1%DA%AB%D9%88%D9%86%D9%88-%DA%9A%D9%88%D9%88%D9%86%DA%A9%D9%88-%D8%AF-%DA%AB%D9%85%D8%A7%D8%B1%D9%86%DB%90-%D8%A7%D9%88/

د اصلي پاڼې خلاصول

نن ټکی اسیا په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading