بازتاب نیوز

خليلزاد چين ته ورسېد

٢٤ مرغومی ١٣٩٧ د كليد ګروپ

د افغانستان د سولې لپاره د امريكا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړى استازى زلمى خليلزاد د سيمې هېوادونو ته د خپل څلورم سفر په دوام نن سهار چين ته ورسېد.

هغه پر خپله ټويټر پاڼه ليكلي، ټاكل شوې له چينايي چارواكو سره د افغان سولې بهير او په دې برخه كې د بيجينګ د همكارۍ د څرنګوالي په تړاو خبرې وكړي.

خليلزاد د افغانستان د سولې په بهير كې د چين رول مهم بللى دى.

نوموړى چين ته تر سفر وړاندې هند ته تللى و او هلته له هندي چارواكو سره د افغان سولې په اړه وغږېد.

په پام كې ده خليلزاد د سيمې هېوادونو ته د خپل څلورم سفر په پاى كې كابل ته راشي او د ملي يووالي حكومت له مشرانو سره د خپل سفر پايلې شريكې كړي.

 

The post خليلزاد چين ته ورسېد appeared first on pashto.

اصلي اړیکې: http://tkg.af/pashto/2019/01/14/%D8%AE%D9%84%D9%8A%D9%84%D8%B2%D8%A7%D8%AF-%DA%86%D9%8A%D9%86-%D8%AA%D9%87-%D9%88%D8%B1%D8%B3%DB%90%D8%AF/

د اصلي پاڼې خلاصول

د كليد ګروپ په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading