بازتاب نیوز

د پوهنې وزارت تر راتلونکو دریو کلونو اویا زره ښوونکي جذبوي

٢٤ مرغومی ١٣٩٧ خبر تلویزیون یک

2019-01-14 | 22 دقيقه مخکې

د ښځینه او نارینه ښوونکو کموالی افغانستان کې د پوهنې ودې پر وړاندې ستره ستونزه بلل کیږي.

د پوهنې وزیر، میرویس بلخي وایي اوسمهال اویا زره ښوونکو ته اړتیا لرو چې د درو کلونو په ترڅ کې به بشپړ شي.
د امریکا غږ اشنا راډیو د رپوټ پر بنسټ، ښاغلي بلخي پرون په ننګرهار کې یوې غونډې ته ویلي اوسمهال دغه وزارت اویا زره ښوونکو ته اړتیا لري.
نوموړي ویلي چې هڅه کوي څو په کال کې شلو څخه تر دیرش زرو ښوونکو له ګمارلو سره، دغه کموالی راتلونکو درو کلونو پورې لمنځه یوسي.
د پوهنې وزارت د شمیرو له مخې، افغانستان اوولس زره او پنځه سوه ښوونځي، یوسل او پنځوس زره ښوونکي او لس میلیونه زده کوونکي لري. لږ تر لږه شپږ دیرش سلنه زده کوونکي یې نجونې دي.
د ملګو ملتونو د رپوټ پر بنسټ، افغانستان د یو دیرش سلنه لوستي جمعیت له درلودو سره، آسیا کې د نالوستۍ تر ټولو لوړه کچه لري. اوږدې جګړې، بیوزلي د پوهنیزو خدمتونو بندیزونه افغانستان کې د نالوستي مهمو لاملونو څخه ګڼل کیږي.
د نړیوالو سازمانونو لخوا د خپرو شویو شمیرو له مخې کابو درې نیم میلیونه ماشومان د بیلابیلو لاملونو له کبله ښوونځي ته نه ځي.
پوهنې وزارت کې چارواکي وایي اوسمهال له زرو ډیر ښوونځي جګړه ځپلو سیمو کې تړلي دي.

احمد میرزاد

اصلي اړیکې: http://www.1tvnews.af/ps/news/afghanistan/37021-2019-01-14-06-57-44

د اصلي پاڼې خلاصول

خبر تلویزیون یک په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading