بازتاب نیوز

اسرائیل په سوریه کې د ایران د وسلو پر زېرمو برید کړی

٢٤ جدي ١٣٩٧ رادیو تلویزیون ملی افغانستان

د اسرائیلو صدراعظم بنیامین نتانیاهو وایي چې د اسرائیلو پوځ وړمه ورځ په سوریه کې د ایران د وسلو پر زېرمو هوایي برید وکړ.

د اسرائیلو د صدراعظم دفترله خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې نتانیاهود کابینې غونډې ته وویل چې هوایي ځواکونو ۳۶ ساعته مخکې د دمشق په هوایي ډګر کې د ایران د وسلو او تجهیزاتو ډیپوګانې په نښه کړې وې. نتانیاهو وویل، دغه وروستي بریدونه د دې ښکارندویي کوي چې موږ له پخوا زیات په سوریه کې د ایران د کړو  وړو  په وړاندې هغسې چې ژمنه مو کړې، ډېر قاطع یوو. په سوریه کې د اسرائیل د ښکېلتیا په اړه د نتانیاهو دغه څرګندونې په عام محضر کې ډېره سابقه نلري.                                                                                        د سوریې دولتي رسنیو ویلي چې د اسرائیلو جنګي الوتکو د جمعې په ورځ د دمشق پر هوایي ډګر څو میزائیل توغولي چې د سوریې د هوایي مدافع ځواکونو له خوا یې ډېر  را وغورځول شول.

 د سوریې د صنعا خبري اژانس ویلي چې یو میزائیل د دمشق په هوایي ډګرکې د وسلو پر یوې ډیپو لګېدلی دی.

لینک اصلی: https://rta.org.af/external-news/26174/

بازکردن لینک اصلی

بیشتر بخوانید از رادیو تلویزیون ملی افغانستان

آخرین خبر ها:

Loading