بازتاب نیوز

د ملي امنيت سلاکار حمدالله محب د زلمي خليل زاد سره وکتل

٢٤ مرغومی ١٣٩٧ ټاټوبی نيوز

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب وايي، د افغان سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد سره یې په عربي متحده اماراتو کې وکتل.

ښاغلي محب په خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې دواړو د همدې اوونۍ تر پلان شوې رسمي لیدنۍ مخکې په دې لنډه لیدنه کې له یو بل سره د خپلو هڅو معلومات تبادله کړل.

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار د سولې د هڅو په دوام له چین او عربي متحده اماراتو وروسته پرون شپه سعودي عربستان ته تللی دی.

اخوا د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد هم د جنورۍ په اتمه هند ته تللی و او دا دی پرون د چین په خوا روان شوی.

(0)The post د ملي امنيت سلاکار حمدالله محب د زلمي خليل زاد سره وکتل appeared first on Tatobay News, Breaking News Resource. - ټاټوبی نيوز، پرليکه خبري نړۍ.

اصلي اړیکې: http://tatobaynews.com/د-ملي-امنيت-سلاکار-حمدالله-محب-د-زلمي-خل/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading