بازتاب نیوز

د امريکا د بهرنيو چارو وزير پامپئو د افغانستان دمسلې د حل لپاره کار کوي

٢٤ مرغومی ١٣٩٧ ټاټوبی نيوز

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپئو منځني ختیځ ته په سفر کې ټینګار وکړ چې د افغانستان د مسئلې د حل لپاره کار کوي.

هغه پرون د قطر په پلازمېنه دوحه ښار کې له خپل قطري سیال شیخ محمد بن عبدالرحمن سره په ګډه خبري ناسته کې د افغانستان مسئله یاده کړه:

“امریکا او قطر په ګډه کار کوي، څو د افغانستان او عراق په شمول په سیمه کې د ځينو امنیتي ننګونو ته حل لار ولټوي. زموږ دفاعي اړیکې زیاتې دي، مهمې دي او د پراخېدو په حال کې دي.”

پامپئو وړمه ورځ هم ویلي و چې په افغانستان کې یې د بهرنیو ځواکونو له قوماندان جنرال سکاټ مېلر سره د زلمي خلیل‌زاد په مشرۍ د افغان سولې او پخلاینې د هڅو په اړه غږېدلی.

هغه ویلي چې له افغانانو او ناټو ملګرو سره په ګډه د یوې دایمي سولې لپاره کار کوي.

(0)The post د امريکا د بهرنيو چارو وزير پامپئو د افغانستان دمسلې د حل لپاره کار کوي appeared first on Tatobay News, Breaking News Resource. - ټاټوبی نيوز، پرليکه خبري نړۍ.

اصلي اړیکې: http://tatobaynews.com/د-امريکا-د-بهرنيو-چارو-وزير-پامپئو-د-افغ/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading