بازتاب نیوز

د هند او منځنۍ اسیا د لومړني ډیالوګ په ناسته کې په افغان سوله ټينګار وسو

٢٤ مرغومی ١٣٩٧ ټاټوبی نيوز

د هند او د منځنۍ اسیا د هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په ناسته کې چې پرون د ازبکستان په سمرقند کې وشوه ګډونوالو هېوادونو له افغانستان سره له خپلې همکارۍ ډاډ ورکړ.

د دې ډیالوګ په ګډه اعلامیه کې چې د ورځې په پای کې خپره شوې راغلي چې د افغانستان د سولې هڅې باید د افغانانو په مشرۍ، مالکیت او کنټرول کې وي او د تېرو ۱۸کلونو لاسته راوړنې خوندي او جګړه پای ته ورسوي.

د هند د بهرنیو چارو وزیرې سوشما سوارج ویلي چې د اسیا په زړه کې پروت یو سوله‌ییز او با ثباته افغانستان کولای شي د منځنۍ او جنوبي اسیا د وصل پل وګرځي.

اغلې سوارج په افغانستان کې د پراختیايي پروژو لپاره د هند د درېیو میلیاردو ډالرو د مرستې یادونه هم وکړه چې په مټ یې ځینې پروژې له ۲۰۱۷ کاله راهیسې پیل او جوړ شوي دي.

د هند او منځنۍ اسیا په لومړني ډیالوګ کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني هم برخه اخېستې وه.

(0)The post د هند او منځنۍ اسیا د لومړني ډیالوګ په ناسته کې په افغان سوله ټينګار وسو appeared first on Tatobay News, Breaking News Resource. - ټاټوبی نيوز، پرليکه خبري نړۍ.

اصلي اړیکې: http://tatobaynews.com/د-هند-او-منځنۍ-اسیا-د-لومړني-ډیالوګ-په-ن/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading