بازتاب نیوز

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د پولنډ شارژدافیر احضار کړ

٢٤ مرغومی ١٣٩٧ ټاټوبی نيوز

د ایران د بهرنیو چارو وزارت پرون په تهران کې د پولنډ شارژدافیر احضار کړ او د په وارسا کې یې د هغې ناستې د ترسره کېدو په اړه خپل اعتراض ور واوراوه چې امریکا او پولنډ یې په ګډه جوړوي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند بهرام قاسمي ویلي، د پولنډ شارژدافیر احضار شو او د سولې او امنیت په نوم نومول شوې ناستې په اړه چې د ایران ضد ده د ایران اعتراض ور واورول شو.

قاسمي په خپله ټولنیزه پاڼه لیکلي چې د پولنډ شارژادفیر ته وویل شول چې دا ناسته د ایران پر ضد د امریکا یو خصمانه عمل دی او پولنډ یې باید له کوربه توبه ډډه وکړي.

په وارسا کې د فبروري په ۱۳مه او ۱۴مه جوړېدونکې ناسته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپئو اعلان کړې وه او پرون یې په قطر کې هم ورته اشاره وکړه

په تهران کې د پولنډ شارژدافیر ووجسییچ ویلي په وارسا کې جوړېدونکې ناسته د ایران پر ضد نه ده او پولنډ د ایران پر ضد د امریکا په دریځ کې شریک نه‌دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي، که دا ناسته په وارسا کې جوړه شي ایران به اړ وي څو په دې برخه کې ځواب ویونکی ګام پورته کړي.

(0)The post د ایران د بهرنیو چارو وزارت د پولنډ شارژدافیر احضار کړ appeared first on Tatobay News, Breaking News Resource. - ټاټوبی نيوز، پرليکه خبري نړۍ.

اصلي اړیکې: http://tatobaynews.com/د-ایران-د-بهرنیو-چارو-وزارت-د-پولنډ-شارژ/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading