بازتاب نیوز

ټاکل شوې چې مایک پامپئو نن د سعودي له ولیعهد شهزاده بن سلمان سره وګوري

٢٤ مرغومی ١٣٩٧ ټاټوبی نيوز

ویل کېږي چې د دوی خبرې به د واشنګټن پوسټ د کالم لیکونکي جمال خاشقجي د قتل په اړه پر څېړنو متمرکزې وي.

د امریکا د مرکزي استخباراتي ادارې «CIA» په ارزونه کې ولیعهد بن سلمان ته ګوته نیول شوې چې د اکټوبر په دوهمه نېټه یې په استانبول کې د سعودي په قونسلګرۍ کې د جمال خاشقجي د وژنې امر ورکړی و.

سعودي چارواکو بیا دا رد کړې چې ګوندې ولیعهد دې د خاشقجي د وژنې امر ورکړی وي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د یکشنبې په ورځ د سعودي پلازمېنې ریاض ته رسیدلی دی او دغلته یې له یو شمېر نورو سعودي چارواکو سره پر دې قضیې د بحث لپاره کتلي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له دوحې څخه ریاض ته رسېدلي.

نوموړي دوحه کې ویلي و د قطر او په خلیج کې یې د سُني ګاونډیانو ترمنځ ډپلوماټیک کړکېچ د ډېرې مودې لپاره وغځېد.

بحرین، مصر، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو د تېرکال په جون میاشت کې له قطر سره ډپلوماټیکې او ټرانسپورټي اړیکې وځنډولې او دا هېواد یې د ترهګرۍ او ایران په ملاتړ تورن کړ، خو دوحه دا تورونه ردوي.

(0)The post ټاکل شوې چې مایک پامپئو نن د سعودي له ولیعهد شهزاده بن سلمان سره وګوري appeared first on Tatobay News, Breaking News Resource. - ټاټوبی نيوز، پرليکه خبري نړۍ.

اصلي اړیکې: http://tatobaynews.com/ټاکل-شوې-چې-مایک-پامپئو-نن-د-سعودي-له-ول/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading