بازتاب نیوز

د سلمان خان مور اوس هم د کترینا کیف د انګور جوړیدو خوبونه ویني

٢٤ مرغومی ١٣٩٧ ټاټوبی نيوز

هندي رسنیو یو داسي راپور خپور کړي دي، چي پکښي د بالېووډ د سوپر سټار سلمان خان د مور د هغي هیلې اړوند بیان راغلي دي، چي هیله لري، د بالېووډ ښکلي اداکاره کترینا کیف د خپل انګور په ډول وویني.

کیف اوس مهال په بهارت فلم کښي د سلمان خان سره یو ځل بیا راښکاره کېږي،نوموړي په تیرو وختونو کي د سلمان خان معشوقه وه، یو پر دبل ډیر ګران وه، او حتي د واده په اړه يې ډیر تاوده بحثونه روان وه، چي د ځینو ستونزو له وجي یاده اداکاران یو له بل جلا سوه، هندي رسنیو څه وخت مخکي د کیف د څرکندونو په اساس راپور ورکړي و، چي د کتریناکیف د واده هیلې یو ځل بیا راټوکیدلي دي، هغي ویلې وه  هیله لري یو ځل به يې بیا په ژوند کي مینه راسي.

کترینا کیف هم تیر کال  په یوه مرکه ویلې وه:((د سلمان خان مور هیله لري چي زه له سلمان خان سره واده وکړم.))

د کترینا کیف او سلمان خان یو ځايې عکسونه يو ځل بیا پر ټولنیزو رسنیو بحثونه تاوده کړي دي.

سلمان خان بهارت فلم کیسه دا ډول ده چي یو شخص ۷۲ کالو دي خو تر اوسه لا مجرد کرځي، او کوم چي دي  تر اوسه په خپل اصلي ژوند کي دا نظریه تعقیبوي.سلمان خان څو ورځي مخکي د کیپل شرما کومیډي خپرونه کي د هغه سوال په ځواب چي آیا هغه به کله واده کوي ویلي وه:((بهارت فلم: (زما د ورور واده لاتر اوسه چي ۷۲ کالو دي نه دي سوي)، په خندا وویل زه تر اوسه دا لاره تعقیبوم.))

د سلمان خان او کتریناکیف واده، یو داسي غوښتنه ده چي هر مینوال يې د پوره کیدو هیله لري، آیا د سوپر سټار سلمان خان د مور دا هیله به پوره سي او کنه؟، یو داسي سوال دي چي وخت ته اړتیا لري او د دواړه ادکارانو په راټوکیدلي میني پوري مربوط ده. (0)The post د سلمان خان مور اوس هم د کترینا کیف د انګور جوړیدو خوبونه ویني appeared first on Tatobay News, Breaking News Resource. - ټاټوبی نيوز، پرليکه خبري نړۍ.

اصلي اړیکې: http://tatobaynews.com/د-سلمان-خان-مور-اوس-هم-د-کترینا-کیف-د-انګ/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading