بازتاب نیوز

ټرمپ ترکيې ته: که پر کردي ځواک بريد وکړی د اقتصادي پلوه به مو وځپوو

٢٤ مرغومی ١٣٩٧ ټاټوبی نيوز

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی دی چې که ترکیه په سوریه کې د امریکا پر ملاتړ لرونکو کُردي ځواکونو برید وکړي، متحده ایالات به “ترکیه له اقتصادي پلوه وځپي.

ترکیې ګواښ کړی چې په سوریه کې به د امریکا پر هغو متحدو کُردي ملېشو برید وکړي چې د داعش وسله‌والې ډلې پر ضد جنګېږي.

د دوشنبې په ورځ په یو ټویټ کې ټرمپ همدارنګه کُردي ځواکونو ته هم خبردراری ورکړ چې ترکیه دې نه پاروي.

ولسمشر ټرمپ ویلي، د امریکا متحدو ایالتونو له سوریې څخه د امریکايي سرتېرو ایستل پیل کړي او په عین حال کې په هغو پاتې سیمو کې په داعش پسې ورځې چې د دې وسله‌والې ډلې په کنټرول کې دي.

اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس د امریکا یو دفاعي چارواکي له خولې چې نوم یې نه‌دی اخېستل شوی ویلي، دوی د پوځي وسایلو ایستل پیل کړي دي.

دې خبري اژانس راپور ورکړی چې تمه ده په راتلونکو اونیو کې له سوریې څخه دغلته ته مېشت شاوخوا دوه زره امریکايي سرتېري وایستل شي.

(0)The post ټرمپ ترکيې ته: که پر کردي ځواک بريد وکړی د اقتصادي پلوه به مو وځپوو appeared first on Tatobay News, Breaking News Resource. - ټاټوبی نيوز، پرليکه خبري نړۍ.

اصلي اړیکې: http://tatobaynews.com/ټرمپ-ترکيې-ته-که-پر-کردي-ځواک-بريد-وکړی/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading