بازتاب نیوز

ټرمپ د پنټاګون څخه پر ايران د احتمالي بريد په اړه پوښتنه کړې

٢٤ مرغومی ١٣٩٧ ټاټوبی نيوز

د امریکا متحده ایالتونو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ملي امنیت ټیم له پنټاګون یا دفاع وزارته پر ایران د احتمالي برید په اړه پوښتنه کړې وه.

وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې پرون رپوټ ورکړ د ولسمشر د ملي امنیت ټيم درې میاشتې مخکې وروسته له هغه دا پوښتنه مطرح کړې وه چې د عراق په پلازمېنه بغداد کې ګرین زون چې په‌کې د امریکا سفارت هم پروت دی په راکټونو ولګېد.

د رپوټ په اساس د امریکا د ملي امنیت شورا پر ایران د احتمالي برید موضوع هم له پنټاګون او هم له بهرنیو چارو وزارت سره شریکه کړې وه.

ایران دا تورونه چې ګواکې د بغداد په ګرین زون راکټي بریدونه د ایران پلویو تندلارو له غوا ویشتل شوي عجیب، غیر مسوولانه او پاروونکي بللي.

(0)The post ټرمپ د پنټاګون څخه پر ايران د احتمالي بريد په اړه پوښتنه کړې appeared first on Tatobay News, Breaking News Resource. - ټاټوبی نيوز، پرليکه خبري نړۍ.

اصلي اړیکې: http://tatobaynews.com/ټرمپ-د-پنټاګون-څخه-پر-ايران-د-احتمالي-بر/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading