بازتاب نیوز

پولنډ کې د کډنسک پر ښاروال په کنسرټ کې بريد سوی

٢٤ مرغومی ١٣٩٧ ټاټوبی نيوز

د پولنډ په شمال کې د کډنسک پر ښاروال په یوه کنسرټ کې د چاقو برید شوی چې په‌کې سخت ټپي شوی دی.

دا کنسرت د خیریه مرستې راټولولو لپاره جوړ شوی و.

پولنډي رسنۍ وايي، پاول آداموویچ چې د یو ۵۷۰ زرو وګړو د یو بندري ښار ښاروال دی پرون پرې چړې ته ورته پر یوې تېرې وسیلې برید وشو.

«ټي وي اېن ۲۴» په نوم یوې رسنۍ راپور ورکړی دی چې یوه سړي په‌دې غونډه پر سټېج ورمنډه کړه او ځان یې ۵۳ کلن ښاروال پاول آداموویچ ته ورساوه. وروسته ښاروال ولیدل شو چې خپل نس یې نیولی و.

پاول آداموویچ له ۱۹۹۸ میلادي کال راهېسې د دې ښار ښاروال دی.

بریدګر د پېښې په سیمه کې نیول شوی. وروسته پولنډي ډاکټرانو وویل چې ټپي شوی ښاروال له برید وروسته پنځه ساعته تر جراحي عملیاتو لاندې و.

.

(0)The post پولنډ کې د کډنسک پر ښاروال په کنسرټ کې بريد سوی appeared first on Tatobay News, Breaking News Resource. - ټاټوبی نيوز، پرليکه خبري نړۍ.

اصلي اړیکې: http://tatobaynews.com/پولنډ-کې-د-کډنسک-پر-ښاروال-په-کنسرټ-کې-ب/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading