بازتاب نیوز

اسرايلو په سوريه کې د ايران د وسلو زيرمي په نښه کړې

٢٤ مرغومی ١٣٩٧ ټاټوبی نيوز

د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو وایي چې د اسرائیل پوځ وړمه ورځ په سوریه کې د ایران د وسلو پر زېرمو هوایي برید وکړ.

د هغه د دفتر له خوا نن په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې نتانیاهو نن د کابینې غونډې ته وویل چې هوایي ځواکونو ۳۶ ساعته مخکې د دمشق په هوایي ډګر کې د ایران د وسلو او تجهیزاتو ډیپوګانې په نښه کړې وې.

نتانیاهو وویل، دغه وروستي بریدونه د دې ښکارندویي کوي چې موږ له پخوا زیات په سوریه کې د ایران د کړو وړو په وړاندې هغسې چې ژمنه مو کړې، ډېر قاطع یوو.

په سوریه کې د اسرائیل د ښکېلتیا په اړه د نتانیاهو دغه څرګندونې په عام محضر کې ډېره سابقه نه لري.

د سوریې دولتي رسنیو ویلي چې د اسرائیل جنګي الوتکو د جمعې په ورځ د دمشق پر هوایي ډګر څو میزائیل توغولي چې د سوریې د هوایي مدافع ځواکونو له خوا یې ډېر را وغورځول شول.

(0)The post اسرايلو په سوريه کې د ايران د وسلو زيرمي په نښه کړې appeared first on Tatobay News, Breaking News Resource. - ټاټوبی نيوز، پرليکه خبري نړۍ.

اصلي اړیکې: http://tatobaynews.com/اسرايلو-په-سوريه-کې-د-ايران-د-وسلو-زيرمي/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading