بازتاب نیوز

کابل کې د برېښنا پارچاوي او د چارواکو لارورکي

٢٤ مرغومی ١٣٩٧ بی بی سی

کابل په ۲۰۰۳ زیږدیز کال کې شاوخوا ۱۲۰ مېګاواټه برېښنا ته اړتیا درلوده، خو هغه مهال یې یوازې ۷۰ مېګاواټه برېښنا لرله چې په هره درېیمه شپه به د پلازمېنې کابل اوسېدونکو د کورونو څراغونه روښانېدل.

۱۸ کاله وړاندې د کابل د ځینو سیمو برېښنا د سروبي، نغلو او ماهیپر له برېښناکوټونو او یوه برخه یې له ډیزلي جنراتورونو چمتو کېده.

خو په ۲۰۰۹ کال کې د ۸۰۰ میلیون ډالرو په لګښت کابل د ګاونډیو هېوادونو له راغلې برېښنا سره وتړل شو او په راوروستو کلونو کې برېښنا یوڅه ښه شوه او ان د اوړي په شپو کې هم کابل مېشتي وګړي د ۲۴ ساعته برېښنا څښتنان وو.

د افغانستان برېښنا شرکت چې د برېښنا د وېش مسؤولیت لري، وايي پلازمېنه ټولټال شاوخوا ۶۷۰ مېګاواټه برېښنا ته اړتیا لري، چې په وینا یې دوی اوس یوازې دې ولایت ته ۴۴۰ مېګاواټه برېښنا چمتو کولی شي.

برېښنا شرکت چې سږ کال ژمی د برېښنا له کمي سره مخامخ شو، د کابل برېښنا یې نوبتي کړه. په ۲۴ ساعتونو کې کابلیان یوازې ۶ ساعته برېښنا لري.

د چارواکو لارورکي

د کابل درېیمې ناحیې اړوند دهمزنګ سیمه کې د برېښنا شرکت مامور داسې راته وویل:

"موږ دوه ډوله برېښنا لرو: یعنې له برېښناکوټ نه دوه لاینه برق لرو، یو ۲۳ لاین دی او بل یې ۲۲ لاین دی. موږ په دغو دواړو لاینونو کې پارچاوي داسې تنظیم کړې ده چې پر دواړو لاینونو اضافي فشار رانه شي."

د برېښنا په تولید او وېش کې کمساري لګښت اړوند چارواکي لاروکي کړي دي. د پارچاوۍ د کمېدو د ځواب او حل لارو په موخه په رابلل شوې غونډه کې د خلکو له نیوکو سره مخامخ شوو. خلک فکر کوي چې د لوړپوړو چارواکو برېښنا وي، خو د دوی نه:

"ښاغلی وزیر صاحب، ستاسې کور زموږ د کور ترڅنګ دی، زما د کور برېښنا ځي او ستاسې ۲۴ ساعته ده. ولې؟!"

خو د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزیر وايي، په وېشل شوې برېښنا کې هېڅ کمی نه دی راغلی، بلکې د ژمي په رارسېدو سره د برېښنا لګښتونه ډېر شوي دي.

ډیزلي برېښنا

ددې وزارت چارسمبالی وزیر محمد ګل خلمي وايي:

"زموږ د ښاریانو اړتیاوې ورځ په ورځ زیاتېږي، برېښنا هماغه برېښنا ده چې په دوبي کې مو لرله، خو چې ژمی پیل شي، پارچاوي ډېرېږي، وارداتي برېښنا خو نه شو زیاتولی، نو یوازځېنۍ لاره دا ده چې شته برېښنا مدیریت کړو."

وړاندې تر دې چې کابل ته وارداتي برېښنا راورسېږي، د پلازمېنې د اړتیا یوه برخه له ډیزلي برېښنا چمتو کېده، اوس د برېښنا شرکت مسؤولین وايي د وچکالۍ له کبله د اوبیزې برېښنا تولید ورځ تر بلې کمېږي او د حرارتي برېښنا تولید د تېلو د بیو په لوړېدو سره ستونزمن شوی دی.

د برېښنا شرکت عملیاتي مشر وکیل ناصري وايي، د وارداتي برېښنا مزي د ټاکلي ظرفیت برېښنا لېږد لپاره غځېدلي چې په دې کېبلونو کې د وارداتي برېښنا د کچې د زیاتولو امکانات نه شته:

"د برېښنا پارچاوۍ ستونزه موږ او تاسو ته مالومه ده، وچکالۍ زموږ او تاسې د تولیدي برېښنا د کچې پر راکمولو کې رول لرلی، د تېلو د بیې لوړوالي زموږ د حرارتي برېښنا پر دستګاوو منفي اغېز کړي او ورسره هغه ستونزه چې مزو کې د برېښنا د رالېږد لرو."

"د کابل د برېښنا اړتیا پوره کول سلګونه مېګاواټه برېښنا غواړي"

د کابل د وګړو اوسنی شمېر د ۲۰۰۳ کال پرتله ډېر شوی دی، خو ورسره د برېښنا په تولید او نورو هېوادونو په ځانګړې توګه له ازبکستانه د برېښنا پر وارداتو پانګونه هم شوې ده.

د کابل اوسېدونکی عارف اړ شوی چې د برېښنا د پارچاوۍ له کبله ځان ته د لمریزې برېښنا اسانتیا برابره کړي، هغه هم د ژمي په داسې ورځو کې چې پر کابل واوره ورېدلې ده:

"مجبور شو چې په توره شپه کې د برېښنا موندلو غم وخورو، جنراتور ډېر لګښت لري، سولري سیستم مو جوړ کړ."

د کابل والي یعقوب حیدري هم په کابل کې د برېښنا بیه او وېش عادلانه نه بولي او وايي د کابل د ولسوالیو د اوسېدونکو لپاره برېښنا یو خوب دی:

"برېښنا باید نوره د پارلمان د وکیلانو په خوښه ونه وېشل شي، زموږ برېښنا په کابل کې عادلانه نه ده وېشل شوې، که د کابل په پارچاوۍ کې لس دقیقې زیاتوالی راشي د کابل ولسوالۍ به برېښنا ولري ځکه چې ولسوالیو کې یوازې د څراغونو لپاره برېښنا کارېږي، زموږ په جومات او کورونو کې هماغه ایلیکاینونه دي."

په ټوله کې افغانستان هر کال له ۲۵۰ تر ۲۷۰ میلیونه ډالرو برېښنا له ګاونډیو هېوادونو په بیه اخلي.

د کابل ۸۰ سلنه برېښنا له ګاونډیو هېوادونو، تاجکستان، ازبکستان او ایران رالېږدېدونکې ده. که پر کابل دا برېښنا درېږي، کابل تیاره کېږي او په لنډ وخت د وچکالۍ غځېدو په کور د ننه د اوبیزې برېښنا تولید ډېرېدو هیلې ډېرې کړې دي.

اصلي اړیکې: https://www.bbc.com/pashto/world-46860297

د اصلي پاڼې خلاصول

بی بی سی په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading