بازتاب نیوز

له ناتو پرته به د افغانستان راتلونکی څنگه وی؟

٢٨ غبرګولی ١٣٩٦ فارسی.رو - نشريه آزاد افغانی ازمسکو

بوریس گروموف ، چی پخوایی په افغانستان کی د شوروی اتحاد د 40 نمبر اردو قوماندانی په غاړه درلوده او په ناتو کی د روسیی دایمی استاځی دمیتری راگوزین د " نیویارک تایمز" په امریکایی ورځپاڼی کی پخپله خپره شوی مقاله کی ناتو ته سفارښت کړی ، چی په افغانستان کی له خپلو ژبنو لاس وانخلی. دوی دا ژبنی پخپله د ناتو د سازمان ، او همدارنگه د لویدیځ د امنیت او د مرکزی اسیا د راتلونکی لپاره دیر مهم گڼی. د مقالی لیکونکی د شوروی اتحاد د برخه لیک په یادولو ، خبرداری ورکوی ، چی که چیری ناتو په افغانستان کی د خپلو دندو په سرته رسولو کی پاته راشی ، نو دا سازمان به له خپلو بنسټیزو اصولو او موخو بی برخی شی. دا مقاله د روسیی په سیاسی کریو کی د بیلابیلو غبرگونونو سبب گرزیدلی ده. د " افغانستان.رو " سایت ددغو غبرگونونو یوه برخه خپلو لوستونکو ته وړاندی کوی : د روسیی د تلویزیون د لومړی کانال مبصر ماکسیم شیوچینکو وایی : " جنرال گروموف بیله شکه د پوځی – تاکتیکی چارو ماهر دی او له دوی سره بحث کول گران کار دی، راگوزین – سیاست پوه ، نامتو او محترم شخصیت دی، چی د ناتو او روسیی د متقابلو اړیکو مسوولیت په غاړه لری. خو ، زه فکر کوم ، چی په افغانستان او د هغه شاوخوا حالات به د ناتو د ځواکونو د وتلو په صورت کی مستقیماً د هغه څه مخالف وی ، څه چی دوی وایی. له افغانستان څخه د ناتو د پوځونو له وتلو سره جوخت به په دغه هیواد کورنی جگړه پای ته ورسیږی ، اسلامی دولت به جوړ شی ، ځکه ، چي په افغانستان کی له دی پرته کوم بل دولت وجود نشی لرلی ؟ لویه جرگه به راوبلل شی ، چی د دغه هیواد حکومت به جوړ کړی. افغانان به د ناتو د پوځونو له وتلو وروسته له ازبکستان ، تاجکستان ، ترکمنستان او په تیره بیا له پاکستان سره د ښه گاونډیتوب اړیکی ټینگی کړی. یوازینی هیواد ، چی د ناتو د پوځونو له وتلو وروسته به له افغانستان سره کړکیچنی اړیکی ولری – هغه ایران دی. په تاسف باید ووایو ، چی د اړیکو د کړکیچنتوب علت په افغانستان او پاکستان کی د شیعه گانو او سنیانو تر منځ تضادونو شمیرل کیږی. د یادولو وړ ده ، چی په افغانستان کی شخړه د بهرنیو ځواکونو د مداخلی ، د شوروی پوځونو په داخلیدو ، او وروسته د سی. ای. ای. له لاری د امریکا د متحدو ایالاتو په فعاله لاس وهنه او په دغه هیواد کی د کورنی جگړی اور ته په لا زیاته لمن وهلو پیل شوه. په افغانستان کی د ناتو د ځواکونو د شته والی دوام او د امریکایی نمونی سره سم د هغه هیواد " ارامول " یوازی د امریکا د متحدو ایالتونو په گټه او د چین پرخلاف دی. په افغانستان کی د ایتلافی ځواکونو اساسی موخه – د چین د ولسی جمهوریت د ځمکنی جبهی تر شا د حالاتو بی ثباته کول او په شخره کی د سینځیان – اویغور د خود مختاره سیمی ، د مرکزی اسیا ، کشمیر او یا کوم بل څه له لاری په شخره کی د چین د ولسی جمهوریت شکیلول دی. له همدی کبله زه باور لرم ، چی پخپله له افغانانو پرته بل هیڅوک نه شی کولی چی له دی کړکیچنی اوضاع راووزی". اندری گلیبوویچ بکلانوف د روسیی د فدراسیون د شورا د بهرنیو سیاسی چارو مشاور ، ختیح پیژندونکی ، چی د افغانستان د سیاست اړونده مسالی څیری ، په دی هکله بل نظر لری. د ده د ارزونی له مخی " په افغانستان کی حالات ورځ په ورځ خطرناک کیږی. نه یوازی په پوځی برخه کی په ټپه ولاړ حالت رامنځ ته شوی ، خو بیا هم له هرڅه تیریدل او له افغانستان څخه د پوحونو ایستل درندی پایلی لرلی شی. د پوځی لارو چارو په څنگ کی باید په افغانستان کی د حالاتو د بدلولو په غرض مجموعی اقدامات تر لاس لاندی ونیول شی. د دی اقداماتو څخه یو هم د نړیوالو هلو ځلو په چوکات کی باید پر امریکا او ناتو سربیره ، د شانگهای دهمکاری سازمان او تر ټولو دمخه روسیه او چین ، د افغانستان په هکله د مسکو د تیر کال د کنفرانس د وړاندیزونو په لړ کی جلب کړی شی. د شخړی د حل یوه بله لاره – د نړی لید لاره ده ، چی د هغی موخه باید د سیمی د ولسونو په منځ کی د افراطییت د خپریدو مخنیوی وی. په کلی توگه – د روسیی ملی گتی ددی غوښتنه کوی ، چی د هغی د پولو په شاوخوا کی ارامی وی او روسیه نه غواړی چی د افراطی جگړی خطر زور واخلی". شمیل سلطانوف د " روسیي – اسلامی نړی " د ستراتیژیکو څیرنو د مرکز رئیس په افغانستان کی حالات دا ډول مشخص کړل : " طالبان تیری کوونکی ندی ، لا په 1998 کال کی ، کله چی دوی د افغانستان پر زیاته خاوره ځواکمن وو ، هغوی خپله اساسی دنده – د هیواد یو موټی کول گڼل ، چی د کورنی جگړی په نتیجه کی ټوټه شوی وو او هڅه یی کوله له مسکو سره اړیکی عادی کمی. هغوی د " طالبانو " د انقلاب د صادرولو هیڅ ډول تمایل نه درلود. که څه هم د روسیی په ځینو واکمنو کړیو کی همدا اوس هم په دی نظر دی ، چی که چیری ناڅاپی امریکایان له هغه ځایه پښی سپکی کړی ، نو په منځنی اسيا کی د حالاتو د چټک تزلزل خطر وجود لری. پخپله دا حقیقت ، چی طالبان کولی شی لویدیځ وشړی ، گواکی داسی اوضاع را منځ ته کوی ، چی په هغی کی بیلابیل افراطی ځواکونه په ټوله سیمه کی فعالیدلی شی. خو پخپله طالبان په دی اړونده هیح قصور نلری ، له هغوی سره د اړیکو ټولی مسالی د خبرو اترو په نازک بهیر کی حلیدلی شی". سلطانوف په پای کی زیاته کړه ، چی د ده په شخصی نظر ، " په افغانستان کی به پیښی په یوه – یو نیم راتولونکی کال کی په نا څاپی ، او " فوق العاده " توگه پراختیا ومومی". منبع: "اسلام نیوز"

اصلي اړیکې: http://pa.farsi.ru/doc/107.html

د اصلي پاڼې خلاصول

فارسی.رو - نشريه آزاد افغانی ازمسکو په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading