بازتاب نیوز

کالدانه

٢٤ مرغومی ١٣٩٧ ټاټوبی نيوز

پېژندنه: کالدانه یوه ساري او پرازیټي ناروغي ده چي د خاکي غوماشو په واسطه د ناروغ حیوان او یا انسان څخه روغ او سالم انسان ته خپرېږي.

عامل یا وسیله ئې یو ډول پرازیټ (میکروب) دی.

په افغانستان کي کالدانه پر دوه ډوله لیدل کېږي: د پوستکي یا جلدي او حشوي يا دننني غړو کالدانه. د پوستکي کالدانه هم پر دوه ډوله لیدل کېږي: ښاري او کلیوالي کالدانه.

د پوستکي د کالدانې نښي نښانې:

کله چي انتقال کوونکي غوماشي انسان وچيچي، نو د ۳ او ۹ میاشتو په منځ کي د هغې نښي نښانې د پوستکي پر مخ لیدل کېږي. د پوستکي لومړۍ نښه د یوې سور رنګه کوچنۍ دانې په ډول چي درد، سوځېدل او خارښت نه لري، رامنځ ته کېږي، کرار کرار غټېږي، له یوې څخه تر دوو میاشتو په موده کي د یوه نخود په اندازه لویېږي، کرار کرار د یوې غټي دانې په څېر چي بېخ لري، ښکاره کېږي.

که نور میکروبونه په دې دانه کي ورګډ نه سي، نو دغه دانه کرار کرار د یو خيږ شکل غوره کوي او ورو ورو ښه کېږي. همدغه مرحله د شپږو یا ۹ میاشتو څخه تر ۱۲ میاشتو پوري دوام کوي. که په دغه دانه کي بل کوم میکروب مداخله وکړي، نو دغه مرحله د کلونو له پاره اوږدېږي.

د سمي تداوۍ او له وخت سره د تشخیص په صورت کي کالدانه ژر رغېږي او حتی داغ یا نښه ئې هم پر ځای نه پاتېږي.

د کالدانې دويم ډول حشوي کالدانه ده چي د دې کالدانې واقعات زموږ په وطن کي ډېر کم لیدل سوي دي. د دې ډول کالدانې نښي نښانې د میروسکوپیکو معایناتو په واسطه پېژندل کېږي.

د خطر نښي:

د پوستکي په کالدانه کي:

-د کالدانې میکروبي کېدل

-د کالدانې د وخت اوږدېدل له یوه کاله څخه ډېر

مخنیوی یا وقایه:

-د خوب په وخت کي د پشه خانو څخه ګټه اخیستل

-په کړکيو او دروازو کي د جالیو نیول

-د استوګني د کورونو د شاوخوا څخه د کثافاتو لېري کول

-په دروازو او کلکينانو کي په حشره وژونکو دوا لړل سوي پردې ځړول

بنسټیز پیغامونه:

-د پشه خانو په استعمال سره ځانونه د خاکي غوماشو څخه ځان وساتئ

-د خپل سر درملني څخه ډډه وکړئ

-د لومړۍ جلدي نښي په لیدو سره روغتیایي مرکزونو ته مراجعه وکړئ

-د کالدانې ټپ پاک وساتئ

-هر څه ژر د کالدانې د تداوۍ په اړه لاس په کار سئ تر څو ټپ ئې پاته نه سي.

(0)The post کالدانه appeared first on Tatobay News, Breaking News Resource. - ټاټوبی نيوز، پرليکه خبري نړۍ.

اصلي اړیکې: http://tatobaynews.com/کالدانه/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading