بازتاب نیوز

د کندز معترض کاندیدان: که شکایتونه مو سم ونه‌څېړل شي مظاهرو ته دوام ورکوو

٢٤ مرغومی ١٣٩٧ دازادې اروپا راډیو

په کندز کې د ولسي جرګي معترضو کاندیدانو او پلویانو یې د ټاکنیزو کمېسیونو پر ضد لاریون وکړ او دغه راز حکومت ته یې خبرداری ورکړ، که پر وخت سره د دوی غوښتونو ته رسېدنه ونه‌کړي، نو پر غیر مدني تحرکاتو به لاس پورې کوي.

په کندز کې دوو تنو معترضو کاندیدانو عزیز الله امیري او عبدالغفور هوتک په‌دې اړه رسنیو ته وویل چې په‌دې ولایت کې خورا ډېرې درغلۍ شوي او که د دوی شکایتونه په سمه توګه ونه څېړل شي، نو دوی خپلو مظاهرو ته ادامه ورکوي:

"له ابتدائي لېسته مخکې موږ خپل ټول اسناد او مدارک دولت او ټاکنیزو کمېسیونونو ته وړاندې کړي وو، رئیس جمهور، اجرائيه رئیس او سیاسون د ظالمانو طرفداري کوي، زموږ اخرې پرېکړه دا ده چې دوی عدالت نه غواړي، نو موږ هم د ریاست جمهوري انتخابات تحریموو.

-څرنګه چې تاسو ته معلومه ده زموږ خلک په ډېرو سختو شرایطو کې ولاړل، خپلې رأيي وکارولې، خو د خلکو رأيو ته بې احترامې وشوه، نو موږ مجبور یو چې په غیر مدني تحرکاتو لاس پورې کړو، ځکه تراوسه پورې زموږ غوښتونو ته توجه نه‌ده شوې."

دغه معترض کاندیدان او پلویان یې وايي، که بایومټریک شوې رأيي له غیر بایومټریک شویو رأيو جلا نه‌شي، نو په هغه صورت کې دوی په کندز کې د ټولو دولتي ادارو دروازې تړي.

د دې ولایت د ولسي جرګي یو تن معترض کاندید ذبیح‌الله مجیدي په‌دې اړه رسنیو ته وویل:

"زموږ غوښتنه دا ده چې بایومټریک شوې رأيې باید له غیر بایومټریک شویو رأیو جلا شي او دغه راز ټولې رأيې له سره وشمېرل شي او پرته له هغه موږ خپل مدني تحرکاتو ته ادامه ورکوو."

SEE ALSO:

معترضو کاندیدانو په کندز کې د ټاکنو د کمېسیونونو دروازې وتړلې

په ورته وخت کې د معترضو کاندیدانو پلویان هم خبرداری ورکوي، که د دوی رأيو ته درناوی ونه‌شي، په هغه صورت کې دوی په خپلو سیمو او ولسوالیو کې ولسمشرېزې ټاکنې تحریموي.

د کندز د خان اباد ولسوالۍ یو تن قومي مشر حاجي محب‌الله خان په‌دې اړه وویل:

"کوم قوت او زور چې په موږ ولس کې ده، ځکه انتخابات په ولس باندې کېږي او که زموږ غوښتونو ته رسېدنه ونه‌شي، نو موږ په خپلو کلیو او سیمو کې د ریاست جمهوري انتخاباتو اجازه نه ورکوو."

ازادي راډیو هڅه وکړه چې په‌دې اړه په کندز کې د انتخاباتو د کمېسيونونو له چارواکو سره خبرې وکړي، خو ونه‌توانېده.

د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې دغه معترض کاندیدانو د تحصن خیمې په درولو سره په کندز کې د ټاکنیزو کمېسیونونو دروازې تړلې وې او خبرداری یې ورکړی وو، که په وخت سره د دوی وړاندېزونو ته پاملرنه ونه‌شي، نو د دې ولایت ټولې لويې لارې د ترافیکو پرمخ تړي.

راپور: اجمل آرین-کندز

په زړه پورې منځ‌پانګه

اصلي اړیکې: https://pa.azadiradio.com/a/29708699.html

د اصلي پاڼې خلاصول

دازادې اروپا راډیو په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading