بازتاب نیوز

په بغلان ولایت کې د ائتلاف ځواکونو په هوایي حملو کې طالب وسله والو ته درنه مرګ ژوبله ور اوښتې ده

٢٤ مرغومی ١٣٩٧ د خامه پرس خبری آژانس

د خامه پریس خبري اژانس د خبر له مخې، د بغلان ولایت په

ډنډ غوري ولسوالي او نوي بغلان کې د ائتلافي ځواکو په هوایي بریدونو کې ۱۱ طالب

وسله وال وژل شوي دي.

په ورته وخت کې د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ افغان

کومانډویانو د داعیش پر پټنځایونو بریدونه کړي ۵ داعیشیان یې وژلي او د وسلو یو زیرمتون

یې په بشپړه توګه له منځه وړی دی.

خبر پاڼه زیاتوي چې د کنړ ولایت په پنج دره نومې ولسوالۍ

کې د ائتلافي ځواکونو په یوه بل برید کې ۲ طالب جنګیالي وژل شوي دي.

په پکتیکا کې هم افغان کومانډو ځواکونو هوایي عملیات کړي

چې په پایله کې یې ۵ وسله وال طالبان وژل شوي او د وسلو یو زیرمتون یې له منځه وړل

شوی دی.

په کندهار کې د افغان کمانډو ځواکونو په عملیاتو کې ۲ او

د ارزګان ولایت په ترینکوټ کې د ائتلافي ځواکونو په عملیاتو کې ۲ نور طالب جنګیالي

وژل شوي دي.

اصلي اړیکې: https://www.khaama.com/pashto/archives/18628

د اصلي پاڼې خلاصول

د خامه پرس خبری آژانس په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading