بازتاب نیوز

د ایران د ملي پوځ د یوې الوتکې نسکورېدو ۱۵ تنه وژلي

٢٤ مرغومی ١٣٩٧ طلوع نیوز

د ایران رسنیو نن دوشنبه (د مرغومې ۲۴مه) رپوټ ورکړی چې د دغه هېواد په کرج ښار کې د ملي پوځ یوه الوتکه نسکوره شوې ده.

د رپوټونو پر بنسټ، د دغې الوتکې د ۱۶ تنو سپرلۍ له ډلې ۱۵ تنه وژل شوي او یو تن ټپي دي چې روغتون ته لېږدول شوی دی.

ایرانۍ رسنۍ وايي چې د ایران د ملي پوځ دغې الوتکې له قرغیزستان څخه د غوښې بار ایران ته رالېږدوه.

د رپوټونو پر بنسټ، دغه الوتکه د ایران سپاه پاسداران پورې اړوند هوايي ډګر کې د ناستي پر مهال له کرښې بهر شوې او له استوګنیځې ودانۍ سره ټکر شوې ده.

د دغې پېښې لامل تراوسه روښانه نه دی. 

اصلي اړیکې: https://www.tolonews.com/pa/world/%D8%AF-%D8%A7%DB%8C%D8%B1%D8%A7%D9%86-%D8%AF-%D9%85%D9%84%D9%8A-%D9%BE%D9%88%DA%81-%D8%AF-%DB%8C%D9%88%DB%90-%D8%A7%D9%84%D9%88%D8%AA%DA%A9%DB%90-%D9%86%D8%B3%DA%A9%D9%88%D8%B1%DB%90%D8%AF%D9%88-%DB%B1%DB%B5-%D8%AA%D9%86%D9%87-%D9%88%DA%98%D9%84%D9%8A

د اصلي پاڼې خلاصول

طلوع نیوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading