بازتاب نیوز

په غزني كې د دولت شپږو وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې

٢٤ مرغومی ١٣٩٧ د كليد ګروپ

د غزني ولايتي چارواكي د دې ولايت په مقر ولسوالۍ كې د دولت د شپږو وسله والو مخالفينو د مرګ ژوبلې خبر وركوي.

د والي وياند محمد عارف نوري نن كليد ته وويل، د يكشنبې په ورځ د مقر ولسوالۍ په لړم سيمه كې د امنيتي ځواكونو د كمين په ترڅ كې نښته رامنځته شوه، چې له كبله يې د دولت څلور وسله وال مخالفين ووژل او دوه تنه نور ژوبل شول.

د هغه په وينا، په جګړه كې امنيتي سرتېرو او ملكي وګړو ته زيان نه دى اوښتى.

بل پلو وسله وال طالبان ادعا كوي، چې د مقر ولسوالۍ په مدو او بهاء الدين سيمو كې يې پر امنيتي پوستو په بريدونو كې د يوه قوماندان په ګډون درې سيمه ييز پوليس وژلي او يو بل يې ټپي كړى دى.

 

The post په غزني كې د دولت شپږو وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې appeared first on pashto.

اصلي اړیکې: http://tkg.af/pashto/2019/01/14/%D9%BE%D9%87-%D8%BA%D8%B2%D9%86%D9%8A-%D9%83%DB%90-%D8%AF-%D8%AF%D9%88%D9%84%D8%AA-%D8%B4%D9%BE%DA%96%D9%88-%D9%88%D8%B3%D9%84%D9%87-%D9%88%D8%A7%D9%84%D9%88-%D9%85%D8%AE%D8%A7%D9%84%D9%81%D9%8A%D9%86/

د اصلي پاڼې خلاصول

د كليد ګروپ په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading