بازتاب نیوز

موټر چلوونكي به نور د خپلو موټرونو تورې ښيښې په خپله پاكوي

٢٤ مرغومی ١٣٩٧ د كليد ګروپ

د كورنيو چارو وزارت پوليسو ته لارښوونه كړې، چې د موټرونو تورې ښيښې په خپله په موټر چلوونكو پاكې كړي.

دغه وزارت نن په يوه خبرپاڼه كې ويلي، پوليس دې د تورو ښيښو لرونكي موټر د درولو په مهال موټر چلوونكي ته امر وكړي، چې د خپل موټر ښيښې په خپله سپينې كړي او كثافات يې ولېږدوي.

په خبرپاڼه كې راغلي، د پوليسو انرژي بايد د جنايت كوونكو، زورواكو او قانون ماتوونكو كسانو د كثافاتو پر پاكولو ضايع نه شي.

دا په داسې حال كې ده، چې د كورنيو چارو وزارت پرون د يوه بل اقدام له مخې ويلي و، له دې وروسته به يوازې هغو كسانو ته د وسلې ګرځولو جواز وركړي، چې نومونه يې د ماليې وزارت د ماليه وركوونكو په لېست كې شامل وي.

سرچينې زياته كړې وه، د هغو كسانو او شركتونو د وسلو جوازونه به لغوه كړي، چې د ماليه وركوونكو په لېست كې ثبت نه وي.

د يادونې وړ ده، چې د كورنيو چارو وزارت وروستي اقدامات د خلكو له تود هركلي سره مخ شوي دي.

 

The post موټر چلوونكي به نور د خپلو موټرونو تورې ښيښې په خپله پاكوي appeared first on pashto.

اصلي اړیکې: http://tkg.af/pashto/2019/01/14/%D9%85%D9%88%D9%BC%D8%B1-%DA%86%D9%84%D9%88%D9%88%D9%86%D9%83%D9%8A-%D8%A8%D9%87-%D9%86%D9%88%D8%B1-%D8%AF-%D8%AE%D9%BE%D9%84%D9%88-%D9%85%D9%88%D9%BC%D8%B1%D9%88%D9%86%D9%88-%D8%AA%D9%88%D8%B1%DB%90/

د اصلي پاڼې خلاصول

د كليد ګروپ په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading