بازتاب نیوز

ننګرهار: په بېلابېلو برخوکي۱۰۳ لويې پروژې تطبيق شي

٢٤ مرغومی ١٣٩٧ ټاټوبی نيوز

ننګرهار ولايت کې به د ۱۳۹۸ مالي کال په جريآن کې په بېلابېلو برخو کې ۱۰۳ لويې او زرګونه وړې پروژې تطبيق شي.

دغه څرګندونې د مرغومي په ۲۴مه ولايت مقام کې د ولايتي پرمختيايي غونډې په ترڅ کې مسئولينو د تېر کال راپور ورکونې پرمهال وکړې.

د اقتصاد رئيس غلام الله افغانيار وویل، چې تېر کال ننګرهار ولايت کې په بېلابېلو برخو کې سلګونه لويې پروژې تطبيق شوي او يو شمېر د بشپړيدو په حال کې دي.

نوموړي وويل، چې په تېر کال کې دې ولايت ته څه دپاڅه پنځه مليارده افغانۍ بوديجه ورکړل شوې وه، چې له جملې څخه يې دري اويا سلنه په لګښت رسيدلې.

ده زياته کړه، چې په ۱۳۹۸ مالي کال کې به په دې ولايت کې ۱۰۳ لويې او زرګونه وړې پروژې تطبيق شي، چې له امله به يې په دې ولايت کې په بېلابېلو برخو کې ستونزې يو څه ور سره حل شي.

د ولايت مرستيالې حبيبې کاکړ مسئولينو ته سپارښتنه وکړه، چې په روان مالي کال کې ولسواليو ته د پروژو تطبيق په برخه کې لازمه پاملرنه وکړي.

نوموړې د ادارو مسئولينو ته سپارښتنه وکړه ترڅو د روان مالي کال کې د پروژو تطبيق په موخه ولايت مقام سره خپل پلانونه شريک کړي، څو وروستي اجرات تر سره شي. (0)The post ننګرهار: په بېلابېلو برخوکي۱۰۳ لويې پروژې تطبيق شي appeared first on Tatobay News, Breaking News Resource. - ټاټوبی نيوز، پرليکه خبري نړۍ.

اصلي اړیکې: http://tatobaynews.com/ننګرهار-په-بېلابېلو-برخوکي۱۰۳-لويې-پر/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading