بازتاب نیوز

دفاع وزارت وايي دهیواد په ګوټ ګوټ کي مو ۷۵ وسله وال وژلي

٢٤ مرغومی ١٣٩٧ ټاټوبی نيوز

افغان ملي دفاعي اوامنیتي ځواکونو په تیرو۲۴ساعتونو کي ۸ ګډ تعرضي او چاڼیز عملیات،۹۶ځانګړي کوماندویي دندې او ۱۴ هوایي بریدونه د جګړه مارانو او ترهګرو په ځالو او د ترهګرو د له منځه وړلو په موخه د هیواد په ګوټ ګوټ کي تر سره کړي د افغان هوایي ځواکونو ۱۱۳پروازونه ملي اردو د ځواکونو د ملاتړ په موخه کړي چې په پایله کي ۷۵تنه وسله وال وژل شوي، ۲۸ تنه ټپیان او ۳تنه نور نیول شوي دي .

دا عملیات د هوایي ځواکونو په ملاتړ د ننګرهار،لغمان، کونړ، کاپیسا، پکتیکا، خوست، غزني، ارزګان، زابل، بادغیس، فاریاب بغلان، کندز، نیمروز او هلمند په ولایتونو کي تر سره سره شوي چې په پایله کي د کندز ولایت د امام صاحب په ولسوالۍ کي ۱۲ تنه ترهګر وژل شوي او ۶ تنه ټپیان، د ننګرهار ولایت د اچین په ولسوالۍ کي ۱۲ تنه داعشیان وژل شوي، د بغلان ولایت د مرکزي بغلان او دهنه غوري په ولسوالیوکي ۱۱ تنه ترهګر وژل شوي، یوه دیپو او یو موټر له منځه وړل شوی، د فاریاب ولایت د خواجه سبز پوش په ولسوالۍکي ۹ تنه ترهګر وژل شوي، د زابل ولایت د ارغنداب په ولسوالۍ کي ۸  تنه ترهګر وژل شوي او ۱۳ تنه ټپیان او د بادغیس ولایت د جوند په ولسوالۍ کي ۷ تنه ترهګر وژل شوي دي .

همدا راز د هلمند ولایت د مارجې په ولسوالۍکي۵ تنه ترهګر وژل شوي، د غزني ولایت د واغظ او جاغوریو په ولسوالیو کي ۴ تنه ترهګر وژل شوي او ۸ تنه ټپيان، د پکتیکا ولایت د ارګون او لوګر ولایت د خروار په ولسوالیو کې ۴ تنه ترهګر وژل شوي، د وسلو ۴ دیپو ګانې ۳ پټنځایونه او یو موټر له منځه وړل شوی، ۷۸ میله وسلې او یو شمیر مهمات لاسته راغلي، د ارزګان ولایت په مرکز کي ۲ تنه ترهګر وژل شوي، د کونړ ولایت د دره پیچ په ولسوالۍ کي یو تن داعشی وژل شوی او یو تن ټپي او د لغمان ولایت د علیشنګ په ولسوالۍ کي۳ تنه ترهګر نیول شوي دي . (0)The post دفاع وزارت وايي دهیواد په ګوټ ګوټ کي مو ۷۵ وسله وال وژلي appeared first on Tatobay News, Breaking News Resource. - ټاټوبی نيوز، پرليکه خبري نړۍ.

اصلي اړیکې: http://tatobaynews.com/دفاع-وزارت-وايي-دهیواد-په-ګوټ-ګوټ-کي-مو/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading