بازتاب نیوز

عبدالله: طالبان دې له افغان حكومت سره مخامخ خبرې وكړي

٢٤ مرغومی ١٣٩٧ د كليد ګروپ

د ملي يووالي حكومت اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله له طالبانو غواړي، چې له افغان حكومت سره مخامخ خبرې وكړي او د هېواد په راتلونكې كې برخه واخلي.

نوموړي، چې نن يې د اقتصاد وزارت او ۱۱ وزارتونو، نهادونو او په كابل كې د هند د سفارت ترمنځ د ۲۶ پراختيايي پروژو د هوكړه ليكونو د لاسليكولو په مراسمو كې خبرې كولې وويل، د بې ګناه وګړو د ترور او وژلو له لارې پر افغانستان ولكه ټينګول ناممكن دي.

عبدالله يو ځل د سولې په پروسه كې د افغانانو پر رهبرۍ او مالكيت ټينګار وكړ او په دې برخه كې يې د نړيوالو هېوادونو په ځانګړې توګه د هند هڅې وستايلې.

دا په داسې حال كې ده، چې طالبانو تل له افغان حكومت سره مخامخ خبرې رد كړي او له امريكا سره يې پر مذاكراتو ټينګار كړى دى.

 

The post عبدالله: طالبان دې له افغان حكومت سره مخامخ خبرې وكړي appeared first on pashto.

اصلي اړیکې: http://tkg.af/pashto/2019/01/14/%D8%B9%D8%A8%D8%AF%D8%A7%D9%84%D9%84%D9%87-%D8%B7%D8%A7%D9%84%D8%A8%D8%A7%D9%86-%D8%AF%DB%90-%D9%84%D9%87-%D8%A7%D9%81%D8%BA%D8%A7%D9%86-%D8%AD%D9%83%D9%88%D9%85%D8%AA-%D8%B3%D8%B1%D9%87-%D9%85%D8%AE/

د اصلي پاڼې خلاصول

د كليد ګروپ په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading