بازتاب نیوز

مجيب الرحمن څمکنی د پکتيکا د نوي والي په توګه وټاکل شو

٢٤ مرغومی ١٣٩٧ د كليد ګروپ

د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې په وړانديز او د جمهوري رياست د عالي مقام د حکم پر بنسټ مجيب الرحمن څمکنى د الياس وحدت پر ځاى د پکتيکا د نوي والي په توګه وټاكل شو.

د سيمه ييزو ارګانونو خپلواكې ادارې له مطبوعاتي دفتره نن په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، څمکنى، چې د ماسټرۍ تر کچې لوړې زده کړې لري، د ولسي جرګې په شپاړسمه دوره کې د پکتيا د خلکو استازى او تر هغې وړاندې د وزيرانو شورا د دارالانشاء سلاکار پاتې شوى دى.

يادې ادارې د پكتيكا د مخكېني والي الياس وحدت هڅې او فعاليتونه ستايلي او د دې ولايت نوي والي مجيب الرحمن څمکني ته يې د برياليتوب هيله كړې ده.

بايد وويل شي، چې څمكنى له پكتيا څخه د ولسي جرګې سږنيو ټاكنو ته هم كانديد و، خو د لومړنيو اعلان شوو پايلو له مخې د برياليو كانديدانو په لېست كې يې نوم نه شته.

 

The post مجيب الرحمن څمکنی د پکتيکا د نوي والي په توګه وټاکل شو appeared first on pashto.

اصلي اړیکې: http://tkg.af/pashto/2019/01/14/%D9%85%D8%AC%D9%8A%D8%A8-%D8%A7%D9%84%D8%B1%D8%AD%D9%85%D9%86-%DA%85%D9%85%DA%A9%D9%86%DB%8C-%D8%AF-%D9%BE%DA%A9%D8%AA%D9%8A%DA%A9%D8%A7-%D8%AF-%D9%86%D9%88%D9%8A-%D9%88%D8%A7%D9%84%D9%8A-%D9%BE%D9%87/

د اصلي پاڼې خلاصول

د كليد ګروپ په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading