بازتاب نیوز

کندهار: ملي امنیت ریاست د وسلوالو مخالفينو ۶ کسيزه ډله نیولې

٢٤ مرغومی ١٣٩٧ ټاټوبی نيوز

عــبدالمالک د عبدالــــــسلام زوی، محمد ادریس د محمدعوض زوی، عـــــــزت الله د احمد جان زوی، مطــــــیع الله د فـــــدامحمد زوی، نوید احمد د علـــي محمد زوی او هدایت الله د اخـــــتر محمد زوی. نوموړو ( ۶ ) تــنــو تــروریستانو د کـــــــندهار ښار ترڅنګ په یو شمېر مــــــرکزي ولسوالیو کـــي د دولت پر ضد وســــلوال تروریستي فعالیتونه تر سره کـــــول. دغه ډلي د ( ۴ ) ناحیې اړوند یو تن قومي مشر او د ( ۲ ) ناحیې اړوند د کاریز بازار په سیمه کي یو تن دولتي کارمند تر خپلي موخي لاندي راوستلي چي وروسته يې ترور او په شهادت رسولي دي. د دې تر څنګ يې څو ورځي وړاندي د ( ۲ ) ناحيې اړوند د زرغونې انا لیسې ته څېرمه د قاري دوکتور هاشمي په نوم یوتن دیني عالم هم په شهادت رسولی. نوموړې موضوع د عام ولس په ځانګړې همکارۍ د کــندهار د ملي امنیت ریاست د بــــیداره او ویښو منسوبینو لخوا کشف او د ځانګړو عملیاتو په پايله کښي ياده ( ۶ ) کسيزه ډله ونیول سول چي نوموړو په خـپلو جرمونو اعتراف هم کړی دی.

(0)The post کندهار: ملي امنیت ریاست د وسلوالو مخالفينو ۶ کسيزه ډله نیولې appeared first on Tatobay News, Breaking News Resource. - ټاټوبی نيوز، پرليکه خبري نړۍ.

اصلي اړیکې: http://tatobaynews.com/کندهار-ملي-امنیت-ریاست-د-وسلوالو-مخالف/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading