بازتاب نیوز

ډاکټر عبدالله: په جګړه د واک غوښتلو د طالبانو اشتباه ده

٢٤ مرغومی ١٣٩٧ ټاټوبی نيوز

اجراییه رییس عبدالله عبدالله وايي، هغه کسان چې غواړي د جګړې او زور له لارې واک ته ورسېږي، اشتباه کوي او دا کار هېڅکله هم کېدونکی نه دی.

عبدالله دغه څرګندونې د افغانستان او هند ترمنځ د څو پراختیايي هوکړه لیکونو د لاسلیکولو پر مهال کړې دي.

عبدالله طالبانو ته په اشارې وویل، وسله وال که غواړي‌ د هېواد ‌په برخلیک کې ګډون ولري یوازینۍ لار یې سوله او له افغان حکومت سره مخامخ خبرې کول دي.

 نوموړي‌ زیاته کړه چې د افغان سولې په اړه د متحده ایالاتو او سیمه ییزو هېوادونو لخوا روانې هڅې د ستایلو دي، خو د افغانستان خلک هغه وخت دا هڅې جدي نیسي چې ښکېل لوري د خبرو مېز ته سره کېني.

عبدالله زیاته کړه، تلپاتې سوله هغه مهال رامنځته کېدای شي چې پکې د ټولو افغانانو غوښتنې تامین او دغه بهیر د افغانانو په مالکیت او مشرۍ تر سره شي.

(0)The post ډاکټر عبدالله: په جګړه د واک غوښتلو د طالبانو اشتباه ده appeared first on Tatobay News, Breaking News Resource. - ټاټوبی نيوز، پرليکه خبري نړۍ.

اصلي اړیکې: http://tatobaynews.com/ډاکټر-عبدالله-په-جګړه-د-واک-غوښتلو-د-طا/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading