بازتاب نیوز

هند افغانستان سره د درې ميليارده ډالرو مرستو اعلان وکړ

٢٤ مرغومی ١٣٩٧ ټاټوبی نيوز

د هند د بهرنيو چارو وزيرې سوشما سوارج د منځنۍ اسیا د بهرنیو چارو وزیرانو غونډې ته په خبرو کې ویلي چې هند به دا پیسې په پراختیایي برخه کې ولګوي.

هغې ویلي چې له دې پانګونې نه یې موخه د افغانستان ثبات دی. نوموړې دغه راز د افغانانو په مشرۍ د سولې له روانې پروسې ملاتړ کړی دی او ویلي یې دي چې هند د باثباته افغانستان لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

دغه غونډه پرون د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني په ګډون په سمرقند کې جوړه شوې وه.

هند هغه هېواد دی چې په تېر کې یې هم له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې ډېرې مرستې کړې دي.

(0)The post هند افغانستان سره د درې ميليارده ډالرو مرستو اعلان وکړ appeared first on Tatobay News, Breaking News Resource. - ټاټوبی نيوز، پرليکه خبري نړۍ.

اصلي اړیکې: http://tatobaynews.com/هند-افغانستان-سره-د-درې-ميليارده-ډالرو/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading