بازتاب نیوز

ایران: له طالبانو د داعش پر ضد ملاتړ کوو

٢٤ مرغومی ١٣٩٧ ټاټوبی نيوز

د ايران د پارلمان د ملي امنيت او نړيوالو اړيکو رييس وايي مجبور دي، د داعش پر ضد له طالبانو سره همکاري وکړي.

د ايران د پارلمان د ملي امنيت او بهرني سياست د کمېسيون مشر حشمت الله فلاحت پېشه دغه څرګندونې له ايراني رسنيو سره په مرکه کې کړې او له طالبانو سره یې د دغه هېواد د اړيکو او خبرو اترو يې دفاع کړې ده.

د فلاحت پېشه په وينا، مذاکرات د دوست او دښمن د پر رسميت پېژندلو په معنا نه دي، د خبرو اترو له لارې کېداى شي اختلافات له منځه لاړ شي.

هغه وايي، ايران له طالبانو سره شخړې او اختلافونه درلودل چې د وخت تېرېدو سره دغه اختلافات له منځه تللي دي. هغه ادعا کړې چې طالبان په افغانستان کې پر يوې قوې بدل شوي او په دې واقيعت سترګې نه پټيږي.

(0)The post ایران: له طالبانو د داعش پر ضد ملاتړ کوو appeared first on Tatobay News, Breaking News Resource. - ټاټوبی نيوز، پرليکه خبري نړۍ.

اصلي اړیکې: http://tatobaynews.com/ایران-له-طالبانو-د-داعش-پر-ضد-ملاتړ-کوو/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading