بازتاب نیوز

د کابل قره باغ ولسوالۍ کې د طالبانو د مهم غړي وژل کېدل

٢٤ مرغومی ١٣٩٧ طلوع نیوز

د کابل په قره باغ ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په پوځي عملیاتو کې د طالبانو یو مهم غړی وژل شوی دی.

سیمه‎ییز چارواکي وايي د طالبانو دا غړی، حسین نومېده او تېره شپه (یک‎شنبې د مرغومې په ۲۳مه نېټه) وژل شوی دی.

د قرع باغ ولسوال، محمدحنیف صدیقي څرګندوي چې پېښه د دې ولسوالۍ په سبز سنګ سیمه کې شوې ده.

نوموړی زیاتوي چې حسین د کابل ـ شمال لویې لارې په ترڅ کې د افغان پوځیانو په څو بریدونو کې لاس درلود.

طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.

اصلي اړیکې: https://www.tolonews.com/index.php/pa/afghanistan/%D8%AF-%DA%A9%D8%A7%D8%A8%D9%84-%D9%82%D8%B1%D9%87-%D8%A8%D8%A7%D8%BA-%D9%88%D9%84%D8%B3%D9%88%D8%A7%D9%84%DB%8D-%DA%A9%DB%90-%D8%AF-%D8%B7%D8%A7%D9%84%D8%A8%D8%A7%D9%86%D9%88-%D8%AF-%D9%85%D9%87%D9%85-%D8%BA%DA%93%D9%8A-%D9%88%DA%98%D9%84-%DA%A9%DB%90%D8%AF%D9%84

د اصلي پاڼې خلاصول

طلوع نیوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading