بازتاب نیوز

په کابل کې د بهرنيو ځواکونو په کمپ بريد وشو

٢٤ مرغومی ١٣٩٧ ټي آر ټي

د افغانستان په پلازمينه کابل کې د بهرنيو ځواکونو په هډې د موټر پرمټ بريد شوی. 

د افغاسنتان د کورنيو چارو وزارت وياند نجيب دانش خبري رسنيو ته ويلي دي چې چاودنه د کابل په نهمه ناحيه کې د بهرنيو ځواکونو د ګرين ويليج په کمپ شوی دی. 

هغه ويلي دي چې پدې بريد کې د ځاني تلفاتو په اړه معلومات نشته دی. 

د هغه په وينا ددې کمپ تر څنګ ملکي استوګنځايونه هم شتون لري .

نجيب دانش په وينا دا بريد د ماسخوتن په ۷ بحو شوی دی. روغيتايي ډلې او ځانګړي ځواکونه د پيښې سيمې ته رسيدلي دي او حالات د امنيتي ځواکونو تر کنټرول لاندې دي. 

اصلي اړیکې: http://www.trt.net.tr/pashto/fgnstn/2019/01/14/ph-khbl-kh-d-bhrnyw-hwkhwnw-ph-khmp-bryd-wshw-1125566

د اصلي پاڼې خلاصول

ټي آر ټي په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading