بازتاب نیوز

خوست : د ۶۰۰ متره سړک د جوړولو کارونه پیل شول

٢٤ مرغومی ١٣٩٧ ټاټوبی نيوز

د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت د سیمه ییزو پروګرامونو د همغږۍ دفتر د خوست د نادرشاه کوټ ولسوالي په لوړه کلي کې د 600 متره کانکریټي سړک د جوړولو چارې عملاً پیل کړلې.

د خوست ولایت مقام مطبوعاتي دفتر وایي د دې پروژې لګښت نږدې ۳ میلیون افغانۍ ده، چې په کاري بهیر کې به د سیمې خلکو ته 3700 کاري ورځې رامنځته شي او 1900 ځايي اوسیدونکي به ترې هر اړخیزه ګټه پورته کړي.

سرچینه وایي د کانکریټي دغه سړک جوړیدل به نه یواځې د سیمې د اوسیدونکو د تګ او راتګ په برخه کې ګټور دي، لکې مارکیټونو ته د دوی د زراعتي توکیو د رسولو په برخه کې به هم د پام وړ اغیز ولري.

(0)The post خوست : د ۶۰۰ متره سړک د جوړولو کارونه پیل شول appeared first on Tatobay News, Breaking News Resource. - ټاټوبی نيوز، پرليکه خبري نړۍ.

اصلي اړیکې: http://tatobaynews.com/خوست-د-۶۰۰-متره-سړک-د-جوړولو-کارونه-پیل/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading