بازتاب نیوز

ننګرهار : علماوو بیا د جګړې له ښکېلو خواو د سولې کولو غوښتنه وکړه

٢٤ مرغومی ١٣٩٧ ټاټوبی نيوز

د ننګرهار يو شمېر علماء کرامو او قومي مخورو د يو رسنيز کنفرانس پرمهال د جګړې له ښکېلو خواو د جګړې دريدو او دايمي سولې کولو غوښتنه وکړه.

مولوي حبيب الله جلال ابادي وويل، چې په هېواد کې د روان ناورين پرمهال حکومتي مسئولين، ولسي وګړي او وسله وال طالبان، چې ټول افغانان دي وژل کيږي او زيان يې يواځې افغانانو ته دی.

نوموړي وويل، چې له کالونو راهيسې د جګړې ترڅنګ د سولې خبرې روانې دي؛ خو تر دې دمه د سولې څرک ونه لګيده او هره ورځ د جګړو او بريدونو پرمهال بې ګناه افغانان وژل کيږي، چې په ټول هېواد کې يې ناورين رامنځته کړی.

ده د قرانکريم او نبوي احاديثو په رڼا کې روانه جګړه حرامه وبلله او د الهي او نبوي لارښوونو له مخې يې د حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ سوله کول سپيڅلی او روا کړنه ياده کړه او له دواړو لورو يې غوښتنه وکړه، چې ژر تر ژره سره کيني او سوله وکړي.

مولوي محمد مطهر وويل، چې د خپلمنځي جګړو له امله مو هېواد وران او اقتصاد زيانمن شوی، ځوانې ښځې او ماشومان مو بد وضعيت سره مخ دي او د جګړې دوام به مو نور هم بدمرغه کړي.

نوموړي وويل: (( ابراهيم عليه السلام د مکې امن لپاره دعا کړې وه، نن مونږ علماء، چې د انبياء کرامو وارثين يو د خپل هېواد او مسلمان ملت لپاره د امن او ثبات غږ پورته کوو.))

ده همدا راز له حکومت څخه غوښتنه وکړه، ترڅو وسله والو طالبانو سره د سولې کولو په موخه رښتيني او بې طرفه علماء کينوي او د الهي ارشاداتو له مخې ورته قناعت ورکړي.

قومي مخور حاجي وارث خان وويل، چې د روانو جګړو له امله د دې هېواد ولسونه ته په هره برخه کې زيان ورسيده، نوموړي پر حکومت او وسله والو طالبانو غږ وکړ، که دا خاوره خپل کور او ولس خپل خلک بولي هيله ده، چې ژر تر ژره سوله وکړي.

د دغه کنفرانس پرمهال علماء کرامو او قومي مخورو يو ځل بيا پر حکومت او وسله والو طالبانو غږ وکړ، چې د سولې په برخه کې په پرديو باور ونه کړي او د خپلمنځي ناستې په ترڅ کې ژر تر ژره سوله وکړي.

(0)The post ننګرهار : علماوو بیا د جګړې له ښکېلو خواو د سولې کولو غوښتنه وکړه appeared first on Tatobay News, Breaking News Resource. - ټاټوبی نيوز، پرليکه خبري نړۍ.

اصلي اړیکې: http://tatobaynews.com/ننګرهار-علماوو-بیا-د-جګړې-له-ښکېلو-خوا/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading