بازتاب نیوز

دقطر په سیاسی پلاوی کی د ملا غنی برادر د غړيتوب پر سر اختلاف

٢٤ مرغومی ١٣٩٧ د آريانا خبري آژانس

آریانانیوز: طالبانو ته نږدې سرچینې وايي ملاغني برادر چې په دې وروستیو کې د پاکستان له بنده خوشی شوی د طالبانو ډلې په سیاسي بهیرونو کې د ګډون لپاره قطر ته رسېدلی دی.خو دغه سرچینې د قطر دفتر په سیاسي پلاوي کې د ملابرادر غړیتوب تراوسه د دې دفتر او طالبانو د مشرتابه ترڅنګ یوه جنجالي موضوع ده.

په همدې حال کې د سولې عالي شورا، د سولې په خبرو اترو کې د ملابرادر ونډه ډېره مهمه بولي او له طالبانو غواړي چې له حکومت سره د خبرو اترو لپاره خپل مرکچي پلاوی مشخص کړي.

د سولې عالي شورا ویاند سید احسان طاهري په دې اړه وویل:«د ملا برادر رول په ځلونو مهم دی او هیله لرو چې ډېر ژر داسې رول ولوبوي چې د مشرتابه په کچه کې یې اعتماد جوړونه رامنځته شي او ډېر ژر خپل مرکچي پلاوی انتخاب کړي.»

د سولې خبرو په بهیر کې د تصمیم نیوونکي پلاوي په جوړښت کې د ملاغني برادر احتمالي شامیلېدو د ولسي جرګې په غړو کې یو لړ هیلې رامنځته کړې دي.

د ولسي جرګې غړی غلام فاروق مجروح څرګنده کړه:«ځکه چې ملابرادر د طالبانو پرمهال هم یو اغېزناک کس و، او اوس هم که‎چېرې د خبرو اترو واک او د طالبانو استازیتوب ولري کولای شي اغېزناک وي.»

خو اجراییه ریاست د سولې په بهیر کې د کسانو رول مهم نه ګڼي او وايي د سولې په بهیر کې بدلون د پاکستان د سیاستونو بدلېدو ته اړتیا لري او د سولې د خبرو په بهیر کې د سیمې او له سیمې اخوا هېوادونو ترمنځ د سیالیو په اړه اندېښنه څرګندوي.

د اجراییه ریاست ویاند مجیب رحیمي وايي:«دا چې له بنده د یوه کس ازادېدل او یا هم بند ته تلل دې وکړای شي دا بهیر بدل کړي زه تر ډېره بریده په دې باور نه یم، د سولې په بهیر کې بدلون د پاکستان په سیاستونو کې بدلون ته اړتیا لري.»

ملاغني برادر د پاکستان په کراچۍ ښار کې د هغه له نیول کېدو مخکې د طالبانو ډلې د پخواني مشر ملاعمر مرستیال و، هغه د طالبانو د واکمنۍ پرمهال په کابل کې د دفاع وزیر مرستیال او د ملاعمر ترڅنګ د طالب ډلې یو بنسټ ایښودونکی بلل کېده.

اصلي اړیکې: https://ariananews.co/ps/note/دقطر-په-سیاسی-پلاوی-کی-د-ملا-غنی-برادر-د/

د اصلي پاڼې خلاصول

د آريانا خبري آژانس په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading