بازتاب نیوز

دافغانی بندیانواسپارل افغانستان حکومت ته

٢٤ مرغومی ١٣٩٧ د آريانا خبري آژانس

آریانانیوز: ایران دوه سوه څلویښت افغان بندیان چې ایران کې مجرم پیژندل شوي او بندي شوي و، د افغانستان دولت ته وسپارل. ایران سره د افغانستان د بندیانو د تبادلې هوکړې پر بنسټ تراوسه نهو پړاونو کې نږدې ۲ زره بندیان ایران څخه افغانستان ته لیږدول شوي دي.

د رپوټونو پر بنسټ دغه بندیان پرون د محکومانو د لیږ اتم پړاو کې، د هیواد قضایي چارواکو ته وسپارل شول.

ویل کیږي دغو بندیانو د خپل بند د پړاو یوه برخه د سیستان او بلوچستان ،فارس، یزد، کرمان، هرمزگان او خراسان رضوي زندانونو کې پایته رسولې.

ایران او افغانستان په بند د محکومو کسانو د لیږد هوکړه لیک لاسلیک کړی چې له مخې یې تراوسه نهو پړاونو کې نږدې دوه زره بندیان ایران څخه افغانستان ته لیږدول شو

اصلي اړیکې: https://ariananews.co/ps/afghanistan/دافغانی-بندیانواسپارل-افغانستان-حکو/

د اصلي پاڼې خلاصول

د آريانا خبري آژانس په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading