بازتاب نیوز

په خوست کی در پاکستان د استخباراتو اجنت نیول شوی دی

٢٨ غبرګولی ١٣٩٦ فارسی.رو - نشريه آزاد افغانی ازمسکو

د افغانستان د خوست په ولایت کی په دی وروستیو کی د پاکستان د استخباراتی اداری – ISI اجنت نیول شوی دی. دا ټکی پرون د افغانستان د ملی امنیت اداری ژورنالیستانو ته څرګند کړ ، په دی هکله د " اریانا – تی وی " خصوصی تلویزیون خبر ورکړی. د افغانستان د ملی امنیت د اداری په وینا ، نیول شوی جاسوس په ولایت کی د ستراتیژیکو موسسو ، له هغی جملی ، د ایتلافی ځواكونو د استقرار ځایونه عکاسی کول او د ISI شبکی ته د موادو د ورکولو په ترځ کی بالفعل ونیول شو. لکه څرنگه چی د افغانستان د ملی امنیت اداری ژورنالیستانو ته خبر ورکړ ، د " پاکستان اجنت " څو میاشتی تر څارنی لاندی وو. د نیول شوی اجنت په دندو کی د خوست په ولایت کی د نړیوالو ځواکونو د استقرار د سیمو او همدارنگه د هندی کمپنیو د فعالیت ، چی د دغه ولایت د بیا ودانولو په پروژو کی کار کوی ، په هکله د معلوماتو راغونډول شامل وو. د خوست ولایت ، چی د پاکستان سره په پوله کی پروت دی ، د بهرنیو استخباراتی موسسو د زیاتی پاملرنی وړ گرزیدلی دی. د یادولو وړ ده ، چی د 2009 کال د دسمبر د میاشتی په وروستیو کی په خوست کی د امریکا د سی. ای. ای. اډه د ځان وژونکی د ځانمرگی برید هدف وگرزیده ، چی د چاودنی په نتیجه کی د س. ای. ای. اته کسه ماموران ، د امریکا د استخباراتو د اداری د سیمه ایز دفتر د امر په گډون ووژل شول. زیات شمیر افغان کارپوهان باور لری ، چی دا برید د نورو دولتونو د استخباراتو د ادارو له مرستی پرته نشوای تر سره کیدلی.

اصلي اړیکې: http://pa.farsi.ru/doc/104.html

د اصلي پاڼې خلاصول

فارسی.رو - نشريه آزاد افغانی ازمسکو په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading