بازتاب نیوز

په زابل، ارزګان او هلمند ولایتونو کې د ائتلافي او افغان کومانډو ځواکونو په تازه حملو کې د طالبانو مهم کسان وژل شوي دي

٢٥ مرغومی ١٣٩٧ د خامه پرس خبری آژانس

د خامه پریس خبري اژانس د خبر له مخې، د ائتلافي قوتونو

په هوایي حمله کې د زابل ولایت په شاه جوی ولسوالۍ کې د طالبانو د بمب ایښودنې او

د اړیکو مسولین په نښه شوي او وژل شوي دي.

خبرپاڼه لیکي چې د ارزګان ولایت په ترینکوټ کې افغان ځواکونو

عملیات کړي او په پایله کې یې ۲ وسله وال طالبان وژلي دي.

خبر پاڼه زیاتوي چې د هلمند ولایت په نهر سراج او ګرم

سیر ولسوالیو کې د ائتلاف ځواکونو په حملو کې ۳ طالب وسله وژل شوي او د وسلو او

مهماتو یو زیرمتون یې له منځه وړل شوی دی.

د افغان حکومت له لوري د طالبانو پر وړاندې تعرضي عملیات

او هوایي حملې په داسي حال کې ډېرې شوې دي چې امریکا د افغانستان د ۱۷ کلنې جګړې د

ختمیدو په پار هلې ځلې پیل کړې دي.

اصلي اړیکې: https://www.khaama.com/pashto/archives/18645

د اصلي پاڼې خلاصول

د خامه پرس خبری آژانس په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading