بازتاب نیوز

لغمان: په ۲ میلیون افغانیو یو کانال رغول کیږي

٢٥ مرغومی ١٣٩٧ ټاټوبی نيوز

د څه کم دوه میلیون افغانیو په ارزښت د لغمام د مرکز اړوند د صلاح کلا په سیمه کې د ۱۱۱ متره کانال د رغونې چارې پیل شوې.

د لغمان ولایت د کلو بیارغونې او پراختیا ریاست د مشر امان الله میاخیل د معلوماتو له مخې چې د مرکز اړوند په قلعه صلاح سیمه کې یې د ( ۱۸۲۵۴۴۱) افغانیو په ارزښت د ۱۱۱ متره په اوږد والي د یوه کانال د جوړیدو چارې پیل کړې.

هغه وایي، ددغه کانال په لګښت کې به لس سلنه ونډه د سیمې د خلکو وي او په درې میاشتو کې به یې چارې بشپړې شي، چې ورسره به د سیمې ۲۰۰ جریبه ځمکه هم په ښه ډول خړوبه شي.

(0)The post لغمان: په ۲ میلیون افغانیو یو کانال رغول کیږي appeared first on Tatobay News, Breaking News Resource. - ټاټوبی نيوز، پرليکه خبري نړۍ.

اصلي اړیکې: http://tatobaynews.com/لغمان-په-۲-میلیون-افغانیو-یو-کانال-رغول/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading