هلمند : د ځنګلونو او څړځایونو په اړه غونډه وشوه
٢٥ مرغومی ١٣٩٧
د هلمند دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا د دې ولایت د ځنګلونو، څړځایونو او طبیعي سرچینو د ساتنې، رغونې او پراختیا په موخه ددې ولایت له قومي مشرانو، سپین ږیرو، کوچیانو، مالدارانو او بزګرانو سره غونډه او خبرې اترې وشوې.
د هملند د کرنې رییس زلمی الکو وویل: «د ځنګلونو او څړځایونو د اساسي او مهمو ستونزو د هوارولو په پار زمونږ دغه غونډه د ارزښت وړ دی ځکه په ګډه کولای شو، چې د خپلو طبعي سرچینو ښه ساتنه او پالنه وکړو.»
الکو د سیمې اوسیدنکي، بزګران، مالداران او کوچیان وهڅول ترڅو پخپلو سیمو کې د طبعي ځنګلونو ، څړځایو او دولتي ملکیتونو ساتنه وکړي او له هغوی څخه په قانوني توګه ګټه پورته کړي.
په غونډه کې ګډونوالو د ځنګلونو او څړځایونو د ساتنې او رغونې په برخه کې د هر اړخیزو همکاریو ډاډ ورکړ.
(0)The post هلمند : د ځنګلونو او څړځایونو په اړه غونډه وشوه appeared first on Tatobay News, Breaking News Resource. - ټاټوبی نيوز، پرليکه خبري نړۍ.
اصلي اړیکې: http://tatobaynews.com/هلمند-د-ځنګلونو-او-څړځایونو-په-اړه-غون/