روحاني: د کابل او کوچیانو د حوزې د شکایتونو سل موارد ثبت شوي
٢٥ مرغومی ١٣٩٧
د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون وايي، د کابل ولایت او کوچیانو د حوزې د شکایتونو د ثبت په لومړۍ ورځ یې شاوخوا سل موارد ثبت کړي دي.
د شکایتونو د کمېسیون کمېشنر او ویاند علي رضا روحاني د سې شنبې «۱۳۹۷ کال د مرغومې ۲۵»په ماښام ازادي راډیو ته وویل، د کابل ولایت د انتخاباتي شکایتونو د ثبت بهیر به د نن چهارشنبې د ورځې «۱۳۹۷ کال د مرغومې ۲۶» تر پایه پورې دوام وکړي.
نوموړي زیاته کړه
"زموږ دفتر د شکایتونو فورمې ویشلې دي، هغه کسان چې شکایتونه او اعتراضونه ولري، زموږ دفتر ته یې مراجعه کړې او فورمې یې اخېستې. تر اوسه یې ښايي د سلو په شاوخوا کې د شکایتونو موارد موږ ته سپارلي او په حقیقت کې موږ سره ثبت کړي."
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د دوشنبې په ورځ د کابل ولایت د ولسي جرګې د ۳۳ مخکښو کاندیدانو او همدارنګه د کوچیانو د حوزې د لس کاندیدانو ابتدايي لېستونه اعلان کړل چې په وینا یې له نورو څخه یې ډېرې رأیې تر لاسه کړي دي.
په زړه پورې منځپانګه
ډېر لوستل شوي مطالب
۱
له مسلمانه کرکه کوونکې کریسټال اشلي پر یوه افغان کډوال میئنه شوې
۲
سرچینه: ولسمشر غني راتلونکو انتخاباتو لپاره خپل انتخاباتي ټکټ بشپړ کړ
۳
کورنیو چارو وزارت د عبدالحمید خراساني د ممنوع الخروج او نیولو امر کړی
۴
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ۱۶ تورنو کسانو ته ۲۴ ساعته وخت ورکړ!
۵
د ولسمشر غني د فرمان له مخې ۲ وزارتونه او ۳ عمومي ریاستونه په یو بل کې مدغمېږي
۶
د اسدالله خالد او امرالله صالح ګمارنه طالبانو ته جدي پيغام ګڼل شوى
۷
له څو کاندیدانو د لوی ملي ائتلاف ملاتړ او د لومړۍ مرستیالۍ لپاره د دوستم هڅې!
۸
افغانستان د لومړي ځل لپاره خپل ټول ګمرکونه د څار په معلوماتي ټکنالوژۍ سمبالوي
۹
سرچینه: لوی ملي ائتلاف به د محمد حنیف اتمر له کاندیداتورۍ نه ملاتړ وکړي
۱۰
ټیلګراف: د امریکايي ځواکونو ایستل،طالبانو ته د کریسمس ډالۍ وه
اصلي اړیکې: https://pa.azadiradio.com/a/29712548.html