بازتاب نیوز

طالبانو امريکا ته د سولې خبرو د څرنګوالي په تړاو خبرداری ورکړ

٢٥ مرغومی ١٣٩٧ د كليد ګروپ

طالبانو خبرداری ورکړی چې که امریکا له افغانستانه د خپلو ځواکونو د ايستلو له بحث په شا کېږي، له واشنګټن سره به د سولې خبرې او تماسونه وځنډوي.

طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره ادعا کړې چې امریکايي استازو د دوحې په غونډه کې ژمنه کړې وه چې په راتلونکې غونډه کې به له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د ایستلو په موضوع خبرې وکړي، په داسې حال کې چې د دې اعلامیې په بنسټ امریکا دغه ډول خبرو ته لېوالتیا نه ده ښودلې.

خو د افغانستان د سولې د عالي شورا غړی محمد اسماعیل قاسمیار وايي، دا ډول خبرې د سولې د مذاکراتو روان بهیر له خنډ او ځنډ سره مخامخ کوي.

د نوموړي په خبره، دا ډول خبرې او منفی ګرايي او د سولې پروسې ته نه ویل په دې مانا دي چې جګړه به روانه وي.

قاسميار زياتوي، معقوله او عملي لاره دا ده چې مذاکرات پيل شي، شرایط واورېدل شي، ژمنې وشي او د سولې له پروسې سره یو ځای شي او ځینې هېوادونه یې ضمانت وکړي. بیا هغه وخت کېدای شي چې یو شرط دا وي چې د یو مهالوېش له مخې بهرني ځواکونه له هېواده ووځي. د هغه په خبره، دا یوه سمه لار ده چې سړی پرې باور کولی شي.

The post طالبانو امريکا ته د سولې خبرو د څرنګوالي په تړاو خبرداری ورکړ appeared first on pashto.

اصلي اړیکې: http://tkg.af/pashto/2019/01/16/%D8%B7%D8%A7%D9%84%D8%A8%D8%A7%D9%86%D9%88-%D8%A7%D9%85%D8%B1%D9%8A%DA%A9%D8%A7-%D8%AA%D9%87-%D8%AF-%D8%B3%D9%88%D9%84%DB%90-%D8%AE%D8%A8%D8%B1%D9%88-%D8%AF-%DA%85%D8%B1%D9%86%DA%AB%D9%88%D8%A7%D9%84/

د اصلي پاڼې خلاصول

د كليد ګروپ په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading