بازتاب نیوز

کندهار؛ د اوبو پرېماني خو د برېښنا کمی

٢٦ مرغومی ١٣٩٧ بی بی سی

د افغانستان په سوېل لوېدیځ کندهار ولایت کې د برېښنا چارواکي وايي، دغه ولایت د برېښنا ۹۰ سلنه کموالی لري.

د دغه ولایت صنعتي پارک ته نژدې ۱۳۰ تولیدي فابریکې شته، چې تر نیمایي ډېرې یې د برېښنا د لږوالي له کبله له فعالیته لوېدلې دي.

برېښنا شرکت تمه ښیي، چې تر راتلونکو دوو کلونو د دغه ولایت ټولو وګړو او صنعتي پارک ته ۲۴ ساعتونه برېښنا ورسوي.

کندهار، د نژدې درې میلیون وګړو په لرلو سره، خو بیا هم په ۴۸ ساعتونو کې یوازې دوه ساعته برېښنا لري.

د رسمي شمېرو له مخې، په تېرو ۱۵ کلونو کې دغه ښار ته د برېښنا برابرولو لپاره ۱۲۰۰ میلیون ډالره بهرنۍ مرستې لګول شوې، خو لاهم د کندهاریانو کورونه تیاره دي.

دغه پیسې تر ډېر پر حراراتي برېښنا یا ډیزلي جنراتورونو مصرف شوې، خو دمګړۍ دغه ښار کې ۱۲ میګاواټه برېښنا شته چې ۶ یې له کجکي او پاتې برخه یې د جنراتورونو په مټ تولیدیږي.

دغه ولایت په اصل کې ۱۶۰ میګاوات برېښنا ته اړتیا لري.

د کندهار ښار اوسېدونکي وایي، د برېښنا نشتوالي ژوند او کاروبار دواړه اغېزمن کړي دي.

د دایمي برېښنا نشتوالي د کندهار ختیځه څنډه کې د صنعتي پارک تولیدي چارې هم اغېزمنې کړي دي.

غمی میا د "میلکو" په نوم د لبنیاتو د تولید فابریکې مشر دی، نوموړی وایي هره ورځ زرګونه لېټره شیدې پروسس یا چاڼوي او د خپلو تولیداتو د خوندي ساتلو لپاره ۲۴ ساعته برېښنا ته اړتیا لري.

غمی وایي، د فابریکې د اړتیا وړ برېښنا د ډیزلي جنراتورونو په مټ برابروي، چې دده په خبره نه یوازې یې لګښت زیات دی ترڅنګ یې د تولیداتو پر بیه هم اغېز کوي.

په ۲۰۰۳ کال کي د کندهار صنعتي پارک کې نژدې ۳۰ فابریکې وې، چې د چلولو لپاره یې له کجکي برېښنا فابریکې لس میګاواټه برېښنا ورکول کېده.

په تېرو ۱۵ کلونو کې دوه ځله د کندهار د صنعتي پارک فابریکې د څو میاشتو لپاره د برېښنا د نشت له کبله له فعالیته ولوېدې.

د امریکا د متحده ایالاتو مرستندویه ادارې (USAID) په ۲۰۱۰ کال کې د کندهار د صنعي پارک د بیا فعالولو لپاره د شاوخوا ۳۵۰ میلیون ډالرو په لګښت د ډیزلي جنراتورونو په مټ ۱۰ میګاواټه برېښنا برابره کړه.

خو دغه برېښنا یوازې د څلور کلونو لپاره وه او په ۲۰۱۵ کال کې یې چارې برېښنا شرکت ته وسپارل شوې.

د کندهار د صنعت کارانو د ټولنې مشر حاجي باري داد وايي، دمګړۍ په صنعتي پارک کې له ۱۲۵ فابریکو یوازې ۵۰ یې فعالې دي.

ښاغلی باري داد زیاتوي، د صنعتي پارک د ټولو فابریکو د فعالولو لپاره ۴۰ میګاواټه برېښنا ته اړتیا شته.

کجکي بند کې د اوبو د کچې د ټیټوالي له کبله ددغه فابریکې د برېښنا د تولید کچه له ۵۱ میګاواټو څخه یوازې اتلس میګاواټه ته راټیته شوې ده.

د برېښنا شرکت د ستونزو منلو ترڅنګ تمه ښیي، چې تر راتلونکو دوو کلونو به د ټول کندهار لپاره ۲۴ ساعته برېښنا برابره کړي.

ددغې ادارې مشر امان الله فاروقي د هغو پروژو په اړه راته وویل، چې دمګړۍ یې چارې روانې دي.

برېښنا شرکت د کندهار او هلمند د برېښنا لپاره د اوږدمهاله پروژو برخه کې د کجکي فابریکې د دویمې برخې د جوړولو چې د ۱۰۰ میګاواته برېښنا د تولید وړتیا لري او د دهلې بند چې نژدې د ۲۵ میګاواټه برېښنا د تولید وړتیا لري یادونه کوي.

تمه کېږي، چې په کندهار کې د لمریزې برېښنا له دوو پروژو څخه، چې ۴۰ میګاواټه دي ۱۵ یې په راتلونکو دوو میاشتو کې ګټې اخیستنې ته وړاندې شي، خو دا چې د سلګونه میلیون ډالرو په لګولو سره کندهار روښانه نه شو، خلک لا هم شک لري چې یا دا ځل به حکومت وتوانېږي د دوی کورونه رڼا کړي او که نه.!

اصلي اړیکې: https://www.bbc.com/pashto/afghanistan-46873885

د اصلي پاڼې خلاصول

بی بی سی په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading