بازتاب نیوز

طالبانو امريکا ته د سولې د خبرو د ځنډولو خبر دارى ورکړ

٢٦ مرغومی ١٣٩٧ پژواک خبري اژانس

 

کابل (پژواک، ٢٦ مرغومى ٩٧) : طالبانو ويلي، چې امريکا ورسره د سولې د خبرو له اېجنډا څخه تېښته کوى او ګواښ يې کړى، که تګلاره يې بدله نه کړه؛ نو د سولې روانې خبرې به وځنډوي.

د وسله والو طالبانو د يوه وياند ذبيح الله مجاهد لخوا د مرغومي په ٢٦مه، رسنيو ته په يوه استول شوې خبرپاڼه کې  د افغانستان د وروستي سياسي وضعيت په اړه د خپلې ډلې دريځ خپور کړى دى.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې دوى په هېواد کې په نظامي او سياسي دواړو ډګرونو کې فعاليت کوي ، د افغان د مسئلې د سياسي حل لپاره يې لاره خلاصه پرېښې او د اړيکو ځای يې هم ښکاره دی چې هغه په دوحه کې سياسي دفتر دى.

طالبانو ويلي، هر هېواد چې د افغانستان د مسئلې په سوله ييز حل کې مرسته کول غواړي،  کولی شي له دغه دفتر سره اړيکې ونيسي او دوى يې هرکلى کوي؛ خو په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو شتون مهمه موضوع ده او دوى يې حل کول غواړي.

خوپه خبرپاڼه کې راغلي، چې دا مسئله د چا په فشار او تکتيکي برخوردونو نه حل کېږي او نه هم دا د منلووړ دي  چې څوک د افغانستان مسئله د خپلو اړيکو د پرمخ بيولو او خپلو ګټو د تر لاسه کولو لپاره وکاروي.

طالبانو ويلي، که امريکائيان غواړي په ښه نيت مذاکراتو ته راشي او مشروع غوښتنې ومني، نو په داسې کولو سره مسئله حل کېدای شي؛ خو که د دوى مشروع غوښتنو له منلو څخه تېښته کوي او په يوه او بله پلمه، د سولې تر نوم لاندې خپل استعماري او نظامي اهداف له سياسي لارو تعقيبوي يا د نورو هېوادونو د تطميع له لارې ناروا فشارونه اچوي، دا معنی لري چې د افغانستان د مسئلې په سوله ييز حل کې لېوالتيا نه لري.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې امريکايانو دوه مياشتې مخکې د دوحې په ناسته کې موافقه کړې وه چې په راتلونکې غونډه کې به له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو پر وتلو او د نورو هېوادونو پر خلاف د افغانستان د خاورې د نه استعمالولو په موضوع خبرې کوي؛ خو اوس دوی له هغې اېجندا څخه ډډه کوي او پخپله خوښه نوی موضوعات پکښې زیاتوي.

طالبانو ګواښ کړى، او امريکا ته يې خبرداری ورکړى، چې که دا وضعيت دوام کوي او دوى پخپله تګ لاره کې  له ريښتونولي څخه کار نه اخلي؛ نو طالبان به هم اړ کېږي چې  د سولې خبرې او مذاکرات ترهغه وخته وځنډوي ترڅو چې امريکا د ناروا فشارونو او تکتيکونو پرته، واقعي سولې ته راوړاندې شوې نه وي.

اصلي اړیکې: https://www.pajhwok.com/en/node/534500

د اصلي پاڼې خلاصول

پژواک خبري اژانس په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading