بازتاب نیوز

عمران خان: د سيمې هېوادونه د افغانستان له ثبات پرته وده نه شي کولای

٢٦ مرغومی ١٣٩٧ د كليد ګروپ

عمران خان وایي پاکستان او د سیمې هېوادونه د افغانستان له ثبات پرته اقتصادي وده نه شي کولی.

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان په اسلام اباد کې د امریکا له پخواني سفیر کامرون مونتر سره کتلي دي.

دغه پخواني امریکايي ديپلومات له عمران خان سره په خبرو کې ویلي چې سیمه تر بل هر وخت د افغانستان ثبات او امنیت ته اړتیا لري او ګاونډي هېوادونه باید په دې برخه کې همکاري وکړي.

د پاکستان لومړي وزیر بیا ویلي، چې هغه د پاکستان د اقتصادي ودې لپاره پلانونه لري، خو په افغانستان او سیمه کې د امنیت له تامین پرته دغه پلانونه د عملي کېدو وړ نه دي. دده په وینا د افغانستان ثبات د ټولې سیمې له اقتصادي پرمختګ سره مرسته کوي. عمران خان یو ځل بیا ټینګار کړی چې هېواد یې په افغانستان کې د سولې له ټولو هڅو ملاتړ کوي.

The post عمران خان: د سيمې هېوادونه د افغانستان له ثبات پرته وده نه شي کولای appeared first on pashto.

اصلي اړیکې: http://tkg.af/pashto/2019/01/16/%D8%B9%D9%85%D8%B1%D8%A7%D9%86-%D8%AE%D8%A7%D9%86-%D8%AF-%D8%B3%D9%8A%D9%85%DB%90-%D9%87%DB%90%D9%88%D8%A7%D8%AF%D9%88%D9%86%D9%87-%D8%AF-%D8%A7%D9%81%D8%BA%D8%A7%D9%86%D8%B3%D8%AA%D8%A7%D9%86-%D9%84/

د اصلي پاڼې خلاصول

د كليد ګروپ په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading