بازتاب نیوز

خليلزاد: د افغان سولې په اړه د سیمه‌ییز ملاتړ اجماع په لټه کې دی

٢٦ جدي ١٣٩٧ رادیو تلویزیون ملی افغانستان

 

د افغانستان د سولې او پخلاینې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد کابل ته تر تګ مخکې په پیکېنګ کې له چینایي چارواکو سره لیدنې کتنې ګټورې وبللې.

ښاغلي خلیلزاد پر ټويټر په يوه پيغام کې له جګپوړو چینایي چارواکو سره خبرې ګټورې بللې او زیاته کړې يې ده چې دغه چارواکو د دغو خبرو د بریالیتوب لپاره ژمن دي.

ښاغلي خلیلزاد ویلي چې په‌ دې خبرو کې په افغانستان کې د سولې د یوې هر اړخېزې پروسې لپاره چې ټول افغانان په‌کې شامل وي او هم د دغې مسئلې د یقیني کولو لپاره چې له افغانستان څخه به بیا هېڅ‌ کله هم د ترورېزم د اډې په توګه استفاده نه‌ کېږي، د سیمه‌ییز ملاتړ په اړه خبرې وکړې.

په ورته وخت کې د امریکا د بهرنيو چارو وزير مایک پامپیو چې منځني ختيځ ته په سفر تللی، د دوشنبې په ورځ یې د سعودي له پاچا سلمان سره کتلي.

پامپيو پرخپله ټويټرپاڼه ليکلي چې دوی د افغانستان په ګډون د یمن، ایران او سوريې په اړه خبرې وکړې.

د دواړو لوریو ترمنځ د خبرو په اړه جزئيات نه ‌دي ورکړل شوي.

لینک اصلی: https://rta.org.af/internal-news/26215/

بازکردن لینک اصلی

بیشتر بخوانید از رادیو تلویزیون ملی افغانستان

آخرین خبر ها:

Loading