بازتاب نیوز

برتانیا؛ د لومړۍ وزیرې تیریزا می حکومت له خطر سره مخ دی

٢٦ مرغومی ١٣٩٧ کندهار ملي راډیو تلوېزیون

د برتانیا پارلمان د سې شنبې په ورځ تر یوې اوږدې او جنجالي ناستې وروسته له اروپایي ټولنې د دې هېواد د وتلو هوکړه په لوی اکثریت رد کړله.‌ له دې پرېکړې وروسته د اپوزیسیون کارګر ګوند مشر جېرمي کوربېن غوښتنه وکړه چې حکومت باید له پارلمان یو ځل بیا باور رایه ترلاسه کړي.

ټاکل شوې ده چې د چارشبنې پر ماښام لومړۍ وزیره تیریزا می له پارلمانه د اعتماد رایه وغوړاي.‌

که حکومت په پارلمان کې په اکثریت سره د اعتماد رایه وانخلي نو برتانیا کې به د نویو ټولټاکنو شونتیا ډېره شي.

د سه شنبې پر ماښام د واکمن محافظه کاره ګوند ۱۹۶ وکیلانو د خپل ګوند مشرې او لومړۍ وزیرې تیریزا می د طرحې پر ضد رایه ورکړه او په دې ترتیب د برتانیا په تاریخ کې یوه واکمن ګوند تر ټولو لویه پارلماني ماتې وخوړه.

په مجموع کې ۲۰۲ وکیلانو له اروپایي ټولنې د برتانیا د بېلېدو لپاره د لومړۍ وزیرې می د طرحې په حق کې رایه ورکړه، خو د اپوزیسیون کارګر ګوند د ۲۴۸ وکیلانو په ګډون ټولټال ۴۳۲ وکیلانو دا طرحه رد کړه.

د واکمن محافظه کاره ګوند ۱۹۶ وکیلان د خپل ګوند مشرې او لومړۍ وزیرې تیریزا می پر ضد رایه ورکړه

‌په دغه مسوده یا هوکړه کې هغه ټول شرایط او تګلارې راټولې شوې دي چې له مخې یې ټاکلې وه برتانیا د راتلونکې مارچ میاشتې پر ۲۹مه نېټه له اروپایي ټولنې ووځي.

د سه شنبې ورځې د پارلمان پرېکړه د لومړۍ وزیرې تیریزا می لپاره لویه سیاسي ضربه ده‌.

نوموړې د اروپایي ټولنې له مشرانو سره تر دوه کاله خبرو وروسته یوې داسې هوکړې ته رسېدلې وه چې له مخې به یې برتانیا له دې ټولنې بېلېدله.

اصلي اړیکې: http://kandahar-tv.com/2019/01/%D8%A8%D8%B1%D8%AA%D8%A7%D9%86%DB%8C%D8%A7%D8%9B-%D8%AF-%D9%84%D9%88%D9%85%DA%93%DB%8D-%D9%88%D8%B2%DB%8C%D8%B1%DB%90-%D8%AA%DB%8C%D8%B1%DB%8C%D8%B2%D8%A7-%D9%85%DB%8C-%D8%AD%DA%A9%D9%88%D9%85%D8%AA/

د اصلي پاڼې خلاصول

کندهار ملي راډیو تلوېزیون په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading