بازتاب نیوز

ورځپاڼو ته کتنه؛"افغانستان او سوریه کې د امريکا پوځي حضور تېروتنه ده"

٢٦ مرغومی ١٣٩٧ بی بی سی

امريکايۍ کرېسچين ساينس منيټور مجلې "له سوريې او افغانستان د وتلو ستونزه" تر سرليک لاندې يو مطلب خپور کړى او وايي باور دا دى چې په سوريه او فغانستان دواړو کې د امريکا پوځي حضور يوه تېروتنه ده.

د مجلې په وينا دا چې په دغو دواړو کې هېوادونو کې د امريکا پوځي حضور لا هم دوام موندلى اصلي دليل يې دا دى چې اوس هم په دې برخه کې د امريکا د بهرنۍ تگلارې او دفاعي ادارو ترمنځ د نظر يوه اجماع شته.

مجله ليکي د افغانستان په تړاو حقيقت دا دى چې د ٢٠٠١ م کال د سپتمبر يوولسمې له ترهگريزرو پېښو وروسته امريکا په داسې شرايطو کې پر افغانستان بريد وکړ چې دغه هېواد په دې اړه د پوښتلو په حالت کې نه و.

د مجلې په وينا اوس نژدې ١٨ کاله وروسته په حکومتي چوکاټ کې داسې کس نشی موندلى چې ووايي افغان جگړه گټل کېدى شي، خو ځينې دا پوښتنه کوي چې د طالبانو، داعش او القاعدې په څېر ډلو له برلاسۍ سره که امريکا له افغانستان وځي نو څه به پېښېږي؟

مطلب وايي ستونزه دې کې ده چې په دواړو هېوادو کې د جگړې د دوديز بري خبره نشته.

د امريکا لپاره اصلي ننگونه سيال پوځ نه بلکې داسې نيمه پوځي او ترهگرې ډلې دي چې د ناکامو او ويشلو هېوادونو له نا ټيکاومنو شرايطو تغذيه کېږي.

برتانوۍ گارډين ورځپاڼې د کاناډا لومړي وزير ته د سندريزې خپرونې "افغان ستوري" د يوه گډونوال عبدالسلام مفتون د ورته والي په تړاو يو مطلب ليکلي او وايي د څېرې دا ورته والي د جنگ ځپلي افغانستان دغه سندرغاړى په ناڅاپي ډول ډېر مشهور کړى.

ورځپاڼه وايي د افغانستان د بدخشان ولايت د يوه لرې پراته کلي دغه اوسېدونکي هېڅکله د ښاغلي تروډو نوم نه و اورېدلى او د افغان ستوري خپرونه کې په دې پوه شو چې څېره يې هغه ته ډېره ورته ده.

ښاغلي مفتون ويلي چې د کاناډا لومړي وزير ته يې د څېرې ورته والى د افغان ستوري سندريزې سيالۍ گټلو چانس ٥٠ سلنه ډېر کړى

ډيلي ټايمز ورځپاڼې د پي. اي. ډبليو په نوم د يوه امريکايي څېړنيز مرکز رپوټ پر بنسټ ليکلي چې افغانستان ته د نړۍ د تر ټولو ډېر مذهبي هېواد درجه ورکړل شوې.

رپوټ وايي ٩٩ سلنه افغانان مذهبي دي. پاکستان بيا شپږم ځاى خپل کړى. رپوټ وايي د پاکستان ٩٦ سلنه خلک مسلمانان دي خو شاو خوا ٦٧ سلنه يې په ورځني ډول لمونځونه کوي.

نايجيريا دويم مذهبي هېواد بلل شوى چې ٩٥ سلنه وگړي يې لمونځ کوي او يوازې ٥٠ سلنه خلک يې مسلمانان دي. ايران بيا دريم ځاى کې راغلى.

گلف نيوز ورځپاڼې د دوو هغو غلو کيسو راخيستې چې سلفي انځور يې لامل شو پوليس يې په نيولو کې بريالي شي.

دوو تنو غلو چې د پاکستان په کراچۍ ښار کې يې په يوه غلا کړي موبايل سلفي انځورونه اخيستل نه پوهېدل چې موبايل دا عکسونه د موبايل د اصلي خاوند گوگل حساب ته ورلېږي. پوليس د دغو عکسونو له لارې دغلو څرک ولگاوه او دواړه يې ونيول.

اصلي اړیکې: https://www.bbc.com/pashto/afghanistan-46887924

د اصلي پاڼې خلاصول

بی بی سی په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading