بازتاب نیوز

د امېندوارۍ اختلاطات!

٢٦ مرغومی ١٣٩٧ ټاټوبی نيوز

د امېندوارۍ اختلاطات روغتيايي مشکلات دي چي د امېندوارۍ پر مهال رامنځ ته کېږي. دا اختلاطات کېداى سي د مور روغتيا ته، د ماشوم روغتيا ته او يا هم د دواړو روغتيا ته زيان ورسوي. ځيني مېرمني داسي روغتيايي مشکلات لري چي د امېندوارۍ په وخت کي زياتېږي او نوري مېرمني بيا مخکي له دې چي دوى امېندواري سي، ځيني روغتيايي مشکلات لري چي کېداى سي په اختلاطاتو واوړي. د مېرمنو له پاره دا مهمه ده تر څو د امېندوارۍ څخه مخکي او د امېندوارۍ په وخت کي روغتيايي پاملرنه ورته وسي تر څو د امېندوارۍ د اختلاطاتو خطر ئې کم سي.

د امېندوارۍ څخه مخکي: د امېندوارۍ څخه مخکي د ډاکټر سره د ټولو هغو روغتيايي مشکلاتو په اړه خبري وکړئ چي تاسو ئې اوس لرئ او يا هم مخکي ورسره مخ سوي ياست. که چېري تاسو د يوې ناروغۍ له پاره دوا خورئ، نو کېداى سي چي ډاکټر تاسو ته داسي يوه لاره دروښيي چي له کبله ئې ورته مشکل کنټرول کړل سي. مثلاً، ځيني دواوي چي د يوې ناروغۍ د تداوۍ په موخه خوړل کېږي، کېداى سي چي د امېندوارۍ پر مهال خطرناکي وي. په عين حال کي د هغو درملو پرېښودل چي تاسو ورته ضرورت لرئ، کېداى سي تر هغه هم زيات خطرناکه وي مخکي له دې چي تاسو امېنداوره کېږى، په دې ځان مطمين کړئ تر څو د هر هغه مشکل په اړه د ډاکټر سره سلا او مشوره وکړئ چي په تېر وخت کي مو د امېندوارۍ پر مهال درلودلى وي. که چېري ستاسو روغتيايي مشکلات تر کنټرول لاندي وي او د ولادت څخه مخکي تاسو ښه پاملرنه تر لاسه کړې وي، نو تاسو به يو نارمل صحتمند ماشوم ولرئ.

د امېندوارۍ پر مهال: د امېندوارۍ نښي نښانې او اختلاطات کېداى سي چي د خفيف حالت څخه شديد حالت ته پورته سي، ځيني وخت ژوند تهديدوونکي امراض. ځيني وخت د مېرمنو له پاره کېداى سي دا پرېکړه مشکله وي چي کومي نښې نارمل او کومي نه دي. د امېندوارۍ پر مهال مشکلاتو کي کېداى سي فزيکي او دماغي مشکلات هم شامل وي چي د مور او يا هم د ماشوم پر روغتيا باندي بد تاثير کوي. ياد مشکلات کېداى سي چي د امېندوارۍ له کبله رامنځ ته سي او يا ئې هم شدت په همدې حال کي زيات سي. اکثره مشکلات خفيف وي او پرمختګ نه کوي، په داسي حال کي کله چي پرمختګ وکړي، نو کېداى سي مور او يا ئې هم ماشوم ته ضرر ورسوي. خو دا خبره هم په ياد ولرئ چي داسي لاري چاري هم موجودي دي چي هغه مشکلات کنټرول کړي کوم چي د امېندوارۍ په وخت کي رامنځ ته کېږي. که چېري تاسو د امېندوارۍ په وخت کي هر ډول مشکل ولرى، نو همېشه ئې له روغتيايي کارکوونکو سره شريک کوئ.

په لاندي ډول ځيني عام د مېندو روغتيايي مشکلات دي چي کېداى سي د امېندوارۍ پر مهال ورسره مخ سي:

کمخوني: انيميا (يو طبي حالت دى چي په وينه کي په نارمل ډول د ويني سره کرويات موجود نه وي.) د دې کمخونۍ د سببي عامل تداوي کول به په دې کي مرسته وکړي، تر څو د ويني د سرو کروياتو تعداد بيرته عادي حالت ته راوګرځي. په امېندوارۍ پوري مربوط کمخونه مېرمني کېداى سي د ستړيا او کمزورۍ احساس وکړي. په دې حالت کي اوسپنه او فوليک اسيډ اخيستل د دوى سره ډېره مرسته کوي. روغتيايي کارکوونکى به د امېندوارۍ پر مهال ستاسو په وينه کي د اوسپني اندازه ګوري.

د بولي لارو انتانات: که چېري په تاسو کي لاندي نښي نښانې وي، نو کېداى سي چي د بولي لارو انتانات ولرئ:

درد کله چي تاسو د تشناب څخه کار اخلئ

تبه، ستړيا او يا هم لړزه

ډېر ځلي تشناب ته د تللو هڅه

د نس په کښتنۍ برخه کي د فشار موجوديت

داسي ادرار کول چي بد بوى کوي او يا هم لږ سور رنګه معلومېږي

زړه بدي او يا هم د ملا درد

که چېري تاسو ته د بولي لارو انتاناتو فکر درپيدا سي چي په اخته ياست، نو مهمه دا ده چي د روغتيايي کارکوونکي سره په تماس کي سئ. ستاسو د ادرار په معاينه کولو سره دا څرګندېږي چي د بولي لارو په انتاناتو اخته ياست. د انټي بيوټيک په واسطه تداوي تاسو د بهترۍ په لوري بيايي، اکثره وخت په يوه او يا د دوو ورځو په جريان کي. ځيني مېرمني بې له دې چي کومي نښي نښانې ولري، په مثانه کي ئې باکترياوي موجود وي. روغتيايي کارکوونکى به په مناسب ډول د امېندوارۍ په سر کي ستاسو د ادرار معاينات وکړي، تر څو معلومه کړي که چېري ئې سبب باکتريا وي، هغه د انټي بيوټيک په توصيه کولو سره تداوي کړي.

دماغي مشکلات: ځيني مېرمني د امېندوارۍ په وخت کي او يا هم تر امېندوارۍ وروسته خپګان لري چي نښي نښانې ئې په لاندي ډول دي:

خواشينى طبيعت

د ساعت تېري په فعاليتونو کي د علاقې او دلچسپۍ د لاسه ورکول

په اشتهاء، خوب او قوت کي تغييرات

په فکر کولو، متمرکز کولو او د تصميم په نيولو کي مشکلات

د بې ارزښتۍ، شرمندګۍ او يا هم د جرم احساس

داسي فکرونه چي ژوند کول ارزښت نه لري

کله چي اکثره د ذکر سوو نښانو څخه يو ځاى رامنځ ته سي او تر يوې اوونۍ زيات وخت او يا هم دوې اوونۍ وخت په بر کي ونيسي، نو دا د باور وړ خپګان دى. داسي خپګان چي د امېندوارۍ پر مهال دوام پيدا کوي، کولاى سي چي د يوې مېرمني له پاره دا مشکله کړي تر څو خپل ځان او خپل نازېږېدلي ماشوم ته پاملرنه وکړي. د امېندوارۍ څخه مخکي خپګان درلودل هم د امېندوارۍ څخه وروسته خپګان له پاره د خطر يو فکتور دى، تداوي ئې د دواړو يعني مور او ماشوم له پاره مهمه ده. که چېري تاسو د خپګان يو مخکنۍ تاريخچه لرئ، نو دا مهمه ده چي د امېندوارۍ په اول سر کي د روغتيايي کارکوونکي سره په تماس کي سئ تر څو د کنټرول له پاره ئې پلان درته جوړ کړي.

د ويني لوړ فشار: مزمن په نيمګړي ډول کنټرول سوى لوړ فشار د امېندوارۍ څخه مخکي او د امېندوارۍ په وخت کي يوه حامله مېرمن او د هغې ماشوم د لويو مشکلاتو د خطر سره مخامخ کوي. دا فشار د مور د اختلاطاتو خطر زياتوي لکه preeclampsia، د پلاسنټا ناڅاپي پرې کېدنه او د امېندوارۍ په وخت کي شکره. داسي مېرمني همدا رنګه د ماشومانو د ناسم پيدايښت د لوړ خطر سره مخامخ کېږي لکه د وخت څخه مخکي د ماشوم پيدايښت او د ماشوم مړينه. نو تر ټولو مهمه خبره دا ده مخکي له دې چي مېرمني امېندواره کېږي، د ډاکټر سره بايد د لوړ فشار مشکلات شريک کړي، تر څو مناسبه درملنه او د ويني د لوړ فشار کنټرول د امېندوارۍ څخه مخکي صورت ونيسي. د ويني د لوړ فشار د کنټرول تداوي کول د امېندوارۍ څخه مخکي، د امېندوارۍ په وخت کي او د امېندوارۍ څخه وروسته مهمه ده.

امېندوارۍ پوري مربوط شکره: دا ډول شکره د امېندوارۍ په وخت کي تشخيص کېږي او کولاى سي چي د امېندوارۍ اختلاطات رامنځ ته کړي. په دې حالت کي د انسان وجود نه سي کولاى چي په مناسبه اندازه قندونه او نشايسته په استقلاب ورسوي چي له کبله ئې په وينه کي د ګلوکوز اندازه لوړېږي. اکثره مېرمني چي په دې ډول شکره اخته وي، د ډاکټر له خوا د غذاء د يو سالم پلان په عملي کولو او د يو منظم فزيکي فعاليت په کولو سره کولاى سي چي کنټرول ئې کړي. ځيني مېرمني همدا رنګه د انسولين اخيستلو ته هم ضرورت لري تر څو په وينه ئې کي ئې د ګلوکوز اندازه راټيټه سي. د امېندوارۍ پر مهال شکره بايد کنټرول کړل سي، ځکه چي کمزورې کنټرول سوې شکره کولاى سي لاندي حالتونو خطر زيات کړي:

Preeclampsia

د وخت څخه مخکي پيدايښت

د عمليات په واسطه د اولاد پيدا کېدل

د غټ ماشوم درلودل چي کولاى سي د زېږوني پروسه مختلطه کړي

د داسي ماشوم زيږونه چي په وينه کي ئې د ګلوکوز سويه کښته وي، تنفسي مشکلات لري او په ژړي اخته وي

که څه هم په امېنداورۍ پوري مربوط شکره اکثره وخت د امېندوارۍ څخه وروسته ښه کېږي، خو هغه مېرمني چي د دې ډول شکري سره مخامخ سوې وي، تر ډېره ئې دا خطر زيات دى تر څو په راتلونکي کي په شکره ناروغۍ اخته سي.

چاغښت او د وزن تر لاسه کول: اوسنيو څېړنو ښودلې ده چي چاغي مېرمني تر ډېره د امېندوارۍ د اختلاطاتو د خطر سره مخ دي لکه preeclampsia، امينداورۍ پوري مربوط شکره، د مړه ماشوم پيداکېدنه او يا هم د عمليات په واسطه د ماشوم زيږونه. د امريکا د CDC يا د ناروغيو د کنټرول او مخنيوي مرکز څېړني ښودلې ده چي د امېندوارۍ پر مهال چاغښت د روغتيايي پاملرني او ډاکټرانو خدماتو زياتوالي او د زيږوني له پاره په روغتون کي د زيات وخت له پاره پاته کېدو پوري اړه لري. زيات وزن لرونکي او چاغي مېرمني چي د امېندوارۍ څخ

چاغښت او د وزن تر لاسه کول: اوسنيو څېړنو ښودلې ده چي چاغي مېرمني تر ډېره د امېندوارۍ د اختلاطاتو د خطر سره مخ دي لکه preeclampsia، امينداورۍ پوري مربوط شکره، د مړه ماشوم پيداکېدنه او يا هم د عمليات په واسطه د ماشوم زيږونه. د امريکا د CDC يا د ناروغيو د کنټرول او مخنيوي مرکز څېړني ښودلې ده چي د امېندوارۍ پر مهال چاغښت د روغتيايي پاملرني او ډاکټرانو خدماتو زياتوالي او د زيږوني له پاره په روغتون کي د زيات وخت له پاره پاته کېدو پوري اړه لري. زيات وزن لرونکي او چاغي مېرمني چي د امېندوارۍ څخه مخکي خپل وزن کم کړي، دې ته جوړي دي چي سالمه اميندواري ولري.

انتانات: د امېندوارۍ په وخت کي ستاسو ماشوم د زياتو مرضيو څخه خوندي وي، لکه عادي زکام او داسي نور. مګر ځيني انتانات کېداى سي چي ستاسو، ستاسو د ماشوم او يا هم د دواړو له پاره خطرناکه وي. اسانه لاري لکه د لاسونو پرېولل او د ځيني ټاکلو غذايي توکو څخه مخنيوى ستاسو سره په دې کي مرسته کولاى سي چي د ځينو انتاناتو څخه خوندي وساتل سئ. کېداى سي تاسو همېشه پوه نه سئ چي يو انتان لرئ_ ځيني وخت حتى کېداى سي تاسي د ناروغۍ احساس هم ونه کړئ. که چېري تاسو ته د انتان د داخلېدو او يا هم د خطر فکر درپيدا سي نو بايد چي د ډاکټر سره په تماس کي سئ.

زياته خواګرزېدنه: اکثره مېرمني زړه بدي او يا هم استفراقات لري، په خاص ډول د حامله توب په لومړيو دريو مياشتو کي زړه بدي او خواګرزېدنه موجود وي. داسي باور موجود دى چي د يادو زړه بديو او خواګرزېدني سبب په چټک ډول سره په وينه کي د HCG (Human Chorionic gonadotropin) هورمون زياتوالى دى چي ياد هورمون د پلاسنټا څخه افرازيږي. خو که چېري دغه زړه بدي او خواګرزېدنه د امېندوارۍ پر مهال دوامداره او شديده سي، نو کېداى سي چي د وزن ضياع او د مايعاتو ضياع رامنځ ته کړي چي په دې حالت کي بيا شديدي درملني ته اړتيا پېښېږي.

ه مخکي خپل وزن کم کړي، دې ته جوړي دي چي سالمه اميندواري ولري.

انتانات: د امېندوارۍ په وخت کي ستاسو ماشوم د زياتو مرضيو څخه خوندي وي، لکه عادي زکام او داسي نور. مګر ځيني انتانات کېداى سي چي ستاسو، ستاسو د ماشوم او يا هم د دواړو له پاره خطرناکه وي. اسانه لاري لکه د لاسونو پرېولل او د ځيني ټاکلو غذايي توکو څخه مخنيوى ستاسو سره په دې کي مرسته کولاى سي چي د ځينو انتاناتو څخه خوندي وساتل سئ. کېداى سي تاسو همېشه پوه نه سئ چي يو انتان لرئ_ ځيني وخت حتى کېداى سي تاسي د ناروغۍ احساس هم ونه کړئ. که چېري تاسو ته د انتان د داخلېدو او يا هم د خطر فکر درپيدا سي نو بايد چي د ډاکټر سره په تماس کي سئ.

زياته خواګرزېدنه: اکثره مېرمني زړه بدي او يا هم استفراقات لري، په خاص ډول د حامله توب په لومړيو دريو مياشتو کي زړه بدي او خواګرزېدنه موجود وي. داسي باور موجود دى چي د يادو زړه بديو او خواګرزېدني سبب په چټک ډول سره په وينه کي د HCG (Human Chorionic gonadotropin) هورمون زياتوالى دى چي ياد هورمون د پلاسنټا څخه افرازيږي. خو که چېري دغه زړه بدي او خواګرزېدنه د امېندوارۍ پر مهال دوامداره او شديده سي، نو کېداى سي چي د وزن ضياع او د مايعاتو ضياع رامنځ ته کړي چي په دې حالت کي بيا شديدي درملني ته اړتيا پېښېږي. (0)The post د امېندوارۍ اختلاطات! appeared first on Tatobay News, Breaking News Resource. - ټاټوبی نيوز، پرليکه خبري نړۍ.

اصلي اړیکې: http://tatobaynews.com/د-امېندوارۍ-اختلاطات-2/

د اصلي پاڼې خلاصول

ټاټوبی نيوز په اړه نور ولولئ

وروستي خبرونه:

Loading